په کندهار کې تر کلکو امنيتي تدابيرو لاندې رای اچونه پيل شوه
۱۳۹۷ آبان ۵, شنبهتیره اوونۍ له کندهار او غزني پرته د افغانستان په نورو ولایتونو کې پارلماني ټاکنې وشوې. که څه هم په ټاکنو کې د خلکو ګډون پراخ وو، خو د افغانستان په کچه په دې بهیر کې د جدي مدیریتي ستونزو رپوټونه ورکړل شوي وو.
د ټاکنو د خپلواک کمیسیون مرستيال وياند عزير ابراهيمي، د کندهار تر ټاکنو مخکې ویلي وو چې په دې ولایت کې به د سهار په اوو بجو په ۱۱۱۳ انتخاباتي مرکزونو کې رای اچونه پيل شي. خو د راپورونو په حواله ډېر ټاکنيز مرکزونه له وخت وروسته پرانيستل شوي دي ځکه چې کارکوونکي يې ناوخته راغلي يا دا چې اړين توکي په سم وخت نه دي ور رسيدلي. همدا ستونزې یوه اوونۍ مخکې د افغانستان د نورو ولایتونو په ټاکنو کې هم په ګوته شوې وې.
لا تر اوسه پورې د کندهار د ټاکنو په تړاو د تاوتریخوالي رپوټونه نه دي ورکړل شوي. دا په داسې حال کې ده چې د تېرې اوونۍ په سراسري ټاکنو کې تاوتريخوالی موجود وو او ګډوډي هم ډېره وه چې د انتخاباتو د دوو ورځو په ترڅ کې د ګڼ شمېر بريدونو له کبله څه باندې ۵۰ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
د ابراهيمي په خبره ۱۱۱ نوماندانو ځانونه د هغو ۱۱ چوکيو له پاره کانديد کړي دي چې کندهار ولايت يې په ولسي جرګه کې لري. داسې ښايي چې د افغانستان د پارلماني ټاکنو پايلې به ايله د نومبر مياشتې تر نيمايي پورې خپرې شي. افغانان هيله لري چې په پارلمان کې به اصلاحات پلي او د قدرتمنو جنګ سالارانو نفوذ راکم شي. تمه يې دا ده چې ځوان او لوستي سياستوال په ولسي جرګه کې د فاسدو کسانو ځای ونيسي.
متحده آيالاتو هم ډېرې هيلې له ټاکنو سره تړلې دي. دغه هېواد له ۱۷ کلنې جګړې وروسته له افغانستان څخه د وتلو يوه لاره لټوي. يادې جګړې تر ۹۰۰ مليارډو ډالرو زيات لګښت لرلی چې څه باندې ۲۴۰۰ امريکايان پکې وژل شوي دي.
په کندهار کې ولې ټاکنې په ځنډ ترسره کیږي؟
په کندهار کې تر يوه مرګوني بريد وروسته د پارلماني ټاکنو لړۍ يوه اوونۍ وځنډول وشوه. د تېرې اوونۍ په دې برید کې دوه لوړپوړي امنيتي چارواکي وژل شوي ول. د کندهار والي زلمی ويسا تر اوسه ټپي دی، په داسې حال کې چې امنيه قوماندان عبدالرازق او په کندهار کې د ملي امنيت رئيس ووژل شول.
يو امريکايي جنرال جېفري سمايلي، هم ټپي شوی دی، په داسې حال کې چې د امريکايي او ناټو ځواکونو لوی قوماندان سکات ميلر ته زيان نه دی اوښتی.
د ۲۰۱۰ کال راهيسې په افغانستان کې تر سره شوي لومړني پارلماني انتخابات چې درې کاله ځنډېدلي ول. په داسې حال کې تر سره کيږي چې طالبانو خپلو بريدونو ته زور ورکړی دی خو په ميليونو افغانانو د طالبانو د ګواښونو سربېره هم د رايو صندقونو ته مخه کړې وه.
په کندهار کې د ولسي جرګې د ټاکنو د بهیر انځورونه: