1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار کي سېلابونو سخت تاوانونه اړولي دي

۱۳۹۱ شهریور ۲۱, سه‌شنبه

په کندهار کي وروستيو اوروښتونو ۱۴ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده او ١٢٠کورونه او٦٠هټۍ يو مخ نړولي دي.

https://p.dw.com/p/166Wu
انځور: DW

پروني باران په کندهارښار کي د لومړۍ ناحيې چوڼۍ، د نهمي ناحيې د تيري اډې او د ښار يو شمير نوري سيمي ځپلي دي.

د کندهار ولايت د طبعي پيښو په وړاندي د چمتوالي رياست مسئول محمدهاشم سدوزى وايي تر ټولو ډېر کورونه په چوڼۍ سيمه کي له منځه تللي دي:

«زموږ لومړني معلومات دادي چي١٠٠کورونه په چوڼۍ،٢٠کورونه د تيري په اډه کي او همدارنګه ٦٠ دوکانونه هم نړېدلي دي. تراوسه پوري موږ ته د ٦مړو او ٨ ټپيانو خبر رارسېدلى دئ.»

په سيمه کي يو شمير تاواني سويو خلګو د کورونو د نړولو پړه پر کندهار ښاروالي ور اچول او وايي، چي د موسمي بارانونو له پاره نه يوازي چمتووالى نه لري، بلکي لايې د يو شمير لويو ماندونو سوبې او د اوبو لاري په سيخانو بندي کړي دي.

د دوى په خبره کله چي باران توند سي نو اوبه د خپلي لاري څخه د بندېدو له امله پر کورونو مخه کوي او تاوان ئې عام ولس ته رسيږي:

«زما نوم کامله ده او د تير ماځيګر باران زما د ورور٣ سرايونه ونړول او ترڅنګ ئې يوهمسايه هم پکښي مړسوی دئ. دا ټولي اوبه پر چوڼۍ باندي د کندهار پوهنتون له بندو سوبو څخه را ډيري سي او بيا کورونو ته ننوزي.»

Afghanistan Kandahar Überschwemmungen
انځور: DW

دوى په دې لار کي له ټولو اړوندو څانګو څخه د مرستي غوښتنه کوي. خو د کندهار ښاروالۍ او له طبعي پيښوسره د مبارزې مسئولين وايي، چي دوى په دې اړه نه يوازي بشپړ چمتووالى لري، بلکي له نړيوالو خيريه موسسو سره ئې تماسونه نيولي دي.

د دوى په خبره سيمي ته ئې هم کارکوونکي او ژغورونکي ډلي لېږلي دي، د دوى په خبره اوس پر حالاتو تسلط لري:

«موږ له يو اين سره تماسونه نيولي دي او په دې اړه د هغوی مرستي چمتو دي.»

دا لومړى ځل دئ چي په کندهار ښار کي راغلي سيلابونه په دومره زياته کچه کورونو او ولسي خلګوته تاوان اړوي.

ولسي خلګ له اړوندو څانګو څخه غواړي چي د راتلونکي ژمي له پاره له راتلونکو احتمالي سيلابونو څخه د تاوانونو د مخنيوي په لار کي له دوى سره مرسته وکړي.

محمد ابراهيم سپېڅلی/ کندهار
کتونکی: نجيب الله زيارمل