1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کندهار صنعتي پارک کي ۱۰۰ فابریکې تړل سوي دي

محمد ابراهيم سپيڅلی
۱۴۰۱ مهر ۲۶, سه‌شنبه

صنعتکاران د کندهار په صنعتي پارک کې د فابريکو د تړلو علت په دغه پارک د برېښنا اوږدې پرچاوۍ ګڼي، خو مسؤلین بيا وايي چې هلته ۳۰۰ فابريکې فعاله ده او د نورو فابريکو د جوړيدو غوښتني هم سوي دي.

https://p.dw.com/p/4IJWm
Bildergalerie Arbeiter in Afghanistan
انځور: Getty Images

اوسمهال د کندهار په صنعتي پارک کي د اوسپیني ویلي کولو، مشروباتو، ميلکو، او پنبې څخه نیولې، تر څپلۍ جوړولو او خوراکي توکو پوري فابریکې فعالیت کوي. 

په کندهار کي سوداګر وايي، که چیري دوامداره برېښنا ولري، نو تولیدات به يې زیات او ډېر وزګار کسان به ورسره په کار بوخت سي. 
دوی وايي، له کجکي بند څخه کندهار ته راغزېدلي برېښنا يې ځکه ستونزي نه سي حل کولای، چي هلته اوبه کمي سوي او هلته پراته توربینونه بشپړه برېښنا نه سي تولیدولای. 

د کندهار په صنعتي پارک کي یو تن فابریکه لرونکي خیرګل افغان دویچه ویله ته وویل صنعتکاران او توليدونکي په ټول افغانستان کي په ځانګړي توګه په کندهار ولايت کي ښه اقتصاد نه لري او په دې وروستيو کې د کندهار برېښنا د کمبود او نشتون له امله په صنعتي پارکونو کي د یو شمیر فابريکو فعاليتونه په ټپه درېدلي دي او ورسره ډېر کسان وزګار سوي دي . 

په وروستیو کې افغانان له سختې بې کارۍ څخه شکایت کوي
په وروستیو کې افغانان له سختې بې کارۍ څخه شکایت کويانځور: Hector Retamal/AFP

اړوند: په ننگرهار کې د ګچو فابریکې ۷ کارکوونکي وژل شوی

نوموړی زیاتوي: «اوس د کندهار ښوراندام صنعتي پارک ته ۴ ميګاواټه برېښنا ۱۰ساعته د مهال ويش له مخي يوه نه بله ورځ ورکول کيږي. د برېښنا د نوبت سره هره ورځ په لسګونه ځله قطع و صل کېږي چې اکثره وخت د صنعتکارانو له پاره ډېره تاواني ځکه ده، چي د هر واري پرچاوۍ پرمهال په ماشین کي مواد همداسي یخ او بې ګټي پاته سي.»

مفتي علي محمد د کندهار د صنعتي پارک مسؤل بیا وايي همدا اوس يې ۳۰۰ بېلا بیلي فابریکې فعاله او نژدې پر ۱۰۰ نورو کار روان دی.
مفتي علي محمد وايي، همدا اوس په یاده شمیره پرانیستو فابریکو کي په مستقیم او غیري مستقیم ډول تر ۱۷ زره ډېر کسان په کار اخته دي. 
د نوموړي په قول، یو شمیر نورو صنعتکارانو ورته د نویو فابریکو جوړولو غوښتنلیکونه ورکړي دي، چي په جوړېدو به يې نورو په سلهاوو کسانو ته د کار زمینه چمتو او تر ډېره به په دغه ولایت کي د وزګارتیا سطحه مهار سي. 

دا په داسي حال کي ده، چي خلک په ټول هیواد کي له وزګارتیا او ټیټ اقتصادی حالت څخه شکایت کوي. 
د کندهار د صنعتي پارک مسؤل دویچه ویله ته وویل، هڅه يې داده، چي د جنراتورونو په بیا فعال کولو سره د یادو فابریکو ماشینونه چالان وساتي.

نوموړی زیاتوي: «دلته په دوو برخو کي خلک کار کوي، چي نژدې اووه زره کسان په صنعت او تقریبا لس زره کسان د وچي میوې په کاروبار اخته دي، چي همدا اوس يې ښه موسم دی»

ډیرې افغانې میرمنې هم د غالیو په اوبدلو کې بوختې دي
ډیرې افغانې میرمنې هم د غالیو په اوبدلو کې بوختې ديانځور: Hector Retamal/AFP

اړوند: کندهار ته ۱۳۰ فابريکې انتقاليږي
هغه همدا راز وويل چې په څه موده مخکي کي د اوسپني ویلي کولو او وچي میوې د پروسس او بسته بندۍ دوې فابریکې فعالي شوي دي چې  تر۴۰۰ سوه زیات کسان پکې په کار بوخت دي.»

د کندهار د سوداګرۍ او صنعت مسؤل سید سرور اماني بیا هم په دغه ولایت کي د برېښنا اوږدې پرچاوۍ د کندهار د صنعت له پاره یو لوی سرخوږی ګڼي او وايي په کار ده اساسي چاره يې وسنجول سي.

کندهار د برېښنا د برابرولو تر ټولو لویه سرچینه د هلمند ولایت د کجکي بند دی، چي د سردار داود خان د واکمنۍ پرمهال يې د برېښنا لپاره توربینونه جوړ سوي، خو  له بده مرغه په هیواد کي د جنګ او جګړو له امله يې نه یوازي کندهار بلکي هلمند لاهم نه دی دوامدار روښان کړی.  
په دې تیرو څو میاشتو کي د طالبانو ادارې یوار بیا له کجکي بند څخه کندهار ته د ۱۷۰ کیلو متره اوږد مزي د نوي کولو پروژه عملي کړه، چي د برېښنا شرکت د خبرپاڼي له مخي ورباندي ۲۷۲ میليونه افغانۍ لګښت راغلي، خو اوس په یاد بند کي د اوبو د کمښت له امله کندهار ښار ته ۲۴ ساعته برېښنا نه سي ورکولای، چي د صنعتکارانو ترڅنګ يې عام ولس ته هم سرخوږی جوړ کړی دی.

د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ډیر شمیر صنعتي پارکونه هم کم فعالیت لري
د افغانستان په بیلابیلو ولایتونو کې ډیر شمیر صنعتي پارکونه هم کم فعالیت لريانځور: Getty Images/S. Marai

اړوند: 

د جبل السراج د سیمنټو فابریکې توليد پېل کړی