1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کنترول لاین کې د ډزو له امله ۴ کشمیریان وژل شوي

۱۳۹۷ اسفند ۱۱, شنبه

د هندي او پاکستاني کشمير په سرحدي شخړیزه سیمه کې د وروستیو متقابلو ډزو په پایله کې څلور تنه کشميریان وژل شوي دي. دواړه خواوې یو پر بل د اوربند د ماتولو تور لګوي.

https://p.dw.com/p/3EM5v
Pakistan Soldaten in Tatta Pani
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Naveed

د اسوشیټډ پریس خبري آژانس د شنبې په ورځ (د مارچ میاشتې ۲ نیټه) د پاکستان او هندي چارواکو په حواله ویلي چې په کشمیر کې د هند او پاکستان پر شخړیزه پوله د دواړو هیوادونو د پوځیانو ترمنځ د ډزو په تبادله کې لږ تر لږه ۴ تنه کشمیریان وژل شوي او په همدې شمیر کې نور ټپیان شوي دي.

د هندي چارواکو په حواله د جمعې په شپه د پاکستاني پوځ د بریدونو په نتیجه کې د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې دوه ماشومان او مور یې وژل شوي دي. دغه تلفات د لاین آف کنترو یا سرحدي پولې ته نږدې «پونچه سکټر» سیمه کې رامنځته شوي دي. ویل شوي دي چې د دغو ماشومانو پلار سخت ټپي شوی او اوس تر درملنې لاندی دی.

بل لور ته پاکستاني چارواکو ویلي دي چې د هندي پوځ په ډزو کې د دوی تر کنترول لاندې کشمیر کې یو تن وژل شوی دی. په پاکستاني کشمیر کې یوه حکومتي چارواکي عمر اعظم ویلي دي چې هندي پوځ د درنو توبخانو په وسیله پر سرحدي کلیو ډزې کړي دي. په دې ‌‌ډزو کې دری تنه ټپیان شوي هم دي.

نوموړي زیاته کړه چې د هندي پوځ د ډزو په پایله کې ډیر شمیر ودانیو ته هم زیان اوښتی دی. تر دغو عملیاتو وروسته دواړو هیوادونو یو پر بل د ۲۰۰۳ م کال د جنګ بندۍ له تړون څخه د سرغړونې تورونه لګولی دی. د فبرورۍ میاشتې په ۲۶ د هند د هوایي ځواکونو له خوا د پاکستان په خاوره کې تر عملیاتو وروسته د دواړو هیوادونو ترمنځ جنجال زور اخیستی دی.

د فبرورۍ په ۱۴ نیټه د هند تر کنترول لاندې کشمير کې د پلوامه د ترهګریز برید په ځواب کې د هند هوایي ځواکونو په پاکستان کې عملیات ترسره کړل. د پلوامه په برید کې تر ۴۰ ډیر هندي امنیتي ځواکونه وژل شوي ول.

د هند د هوایې ځواکونو تر عملیاتو یوه ورځ وروسته د پاکستان هوایي ځواکونو په پاکستاني کشمیر کې د هوایي حریم د سرغړونې له امله د هند  MiG 21ډوله جنګي الوتکه را نسکوره کړه او پیلوټ یې ژوندی ونيوه. پاکستان د روغی جوړی د هڅو په ترڅ کې دغه پیلوټ بیرته هند ته وسپاره.

د هند او پاکستان تر منځ د تشنج د زیاتیدو له امله سترو نړیوالو قدرتونو هم اندیښنه څرکنده کړې او پر دواړو خواو یې له زغم څخه د کار اخیستنې غږ کړی دی. د امریکا ولسمشر دونالد ترمپ د ویتنام د سفر پر مهال په هانووی کې وویل چې هغه د هند او پاکستان ترمنځ د رامنځته شوي جنجال د حلولو په هڅه کې دی.

هندي حکومت تور لګوي چې پاکستان د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې یاغیانو ته روزنه او وسلې ورکوي، خو اسلام آباد بیا دغه تورونه ردوي. له ۱۹۸۹ م کال راهیسې په هندي کشمیر کې یاغي غورځنګونه فعاله دي. دغه غورځنګونه د کشمیر د بشپړې آزادۍ او یا له پاکستان سره د الحاق غوښتنه کوي.

په تیرو څلورو لسیزو کې د هند تر کنترول لاندې کشمیر کې د امنیتي ځواکونو د عملیاتو په نتیجه کې لږ تر لږه ۷۰ زره انسانان وژل شوي دي.