په کلفورنیا کي بیا سخت اورونه لگیدلي
۱۳۹۸ مهر ۲۰, شنبهد کلفورنیا په جنوب کي په لسهاوو زره انسانان د سختي اورلگیدني په سبب د تیښتي په حال کي دي. د لاس انجلس د شمال غرب څخه ۴۰ کیلومتره لیري په یوه ځنگله کي دغه اور، د (سانتا-انا) په نامه باد یا شیطاني باد، چي ډیر وچ دی، هغه نور هم پراخوي. دغه اور چي د جمعې ورځي (د ۲۰۱۹ کال د اکتوبر ۱۱مه) په شپې بل سوی دی، تر ۱۰۰۰ اضافه د اطفایې کارکونکي کي یې د وژلو کوښښ کوي. د اور شاوخوا ته ډیري ودانۍ همدا اوس لا تخریب سوي دي.
یو بل اور بیا د لاس انجلس په شرق کي لگیدلی دی، چي د چارواکو په خبره د کثافاتو د یوې لارۍ څخه پيښ سوی دی. د هغوی په خبره دغه لارۍ چي اور یې اخیستی ؤ، د یوه سړک څنگ او ځنگله سره نژدې پریښول سوې وه. دلته هم تر ۲۰۰ اضافه د اطفایې کارکونکي کي د هغه د وژلو کوښښ کوي.
په لسهاوو زره کسان مجبوره دي، د خپلو کورونو څخه ووزي. د امریکا د هواپيژندلو اداره په راتلونکو ورځو کي د اور لگیدو د لا ډیر خطر څخه خبرداری ورکړی دی. دا ځکه چي په سیمه کي دوامداري گرمۍ هوا سخته وچه کړې او شیطاني باد هغه نور هم پراخوي.
د تیر عیسوي کال، نومبر میاشتي مرگوني اورلگیدني ته په کتو سره چارواکو پر ۷۰۰۰۰۰ کورنیو او تأسیساتو باندي برق بند کړی، تر څو د انساني تلفاتو مخنیوی وسي. د تیرکال په اور لگیدنه کي ۸۵ انسانان وژل سوي وه، چي د امریکا په تاریخ کي یې سارئ نه درلود.
q.m./a.a. (afp, ap, rtr, dpa)