په کراچۍ کې يو غويی په ۲۸ لکه کلداري بازار ته وړاندي سوی
په آسیا کې د لوی اختر له پاره د قربانۍ د څارویو تر ټولو ستر منډیي د کراچۍ سوپر های وی ترڅنګ جوړیږي. په دې انځوریز رپوټ کې د پاکستان په کراچۍ ښار کې د څارویو په منډیي کې د ځنو ښایسته او قیمتي څارویو بیې لیدلی شئ:
د تور غویي قیمت ۲۸ لکه کلدارې
د کراچۍ د څارویو په تر ټولو لوی منډیي یا بازار کې دغه غویي (چې په انځور کې لیدل کیږي) تر ټولو لوړ قیمت لري. د دې څاروي بیه ۲۸ سوه زره کلدارې ده.
۲۶ لکه قیمت درلودونکی سپين غویي
په دې منډي کې د مالدارۍ مختلف فارمونه په اصطلاح خپلې غرفې لري. د «ترپل ای کیټل فارم» پر دې څاروي ۲۶ سوه زره کلدارې بیه ایښودل شوې ده.
د استرالیایي نسل غويي: بیه ۱۶ لکه
بل لور ته منډیي ته راتلونکي مالداران هم د چارواکو له خوا وضع کړای شوي مالیې اندیښمن کړي دي. دوی وایي چې د سهولت په مقابل کې مالیات دوه برابره لوړ کړای شوي دي. د کراچۍ په مال منډي کې د استرالیایي نسل د دې غویي بیه ۱۶ لکه کلدارې ایښودل شوې ده.
د دې څاروي بیه ۱۸ لکه کلدارې ایښودل شوې
دا منډایي شپږ وي آي پي یا ځانګړي او ۲۲ عمومي برخې یا بلاکونه لري. د براهمن نسل دې غویي ته ۱۸ سوه زره کلدارې بیه ټاکل شوې ده.
د ساهیوال نسل غويي
په ځانګړي برخه کې په عمومي ډول د څارویو بیه تر۱۵ لکه کلدارو پورته وي. د ساهیوال نسل د دې نسواري رنګه غویي له پاره ۱۸ سوه زره کلدارې بیه ټاکل شوې ده.
۱۷لکه کلدارې بیه لرونکی غویي
د کراچۍ سوپر های وی ترڅنګ د څارویو دې منډیي ته تر ۱۵۰ زرو پورې د قربانۍ مختلف حیوانات یا څاروي راوستل کیږي. دا غویي په ۱۷ سوه زره کلدارې پلورل شوی دی.
۱۶ لکه کلدارې
د څارویو دې منډیي ته راتلونکي خریداران شکایت کوي چې د قربانې د څارویو بیې دومره لوړې شوي دي چې د متوسط قشر خلک یي هم د خریدارۍ توان نه لري. د بیلګي په د دې څاروي بیه ۱۶۰۰ زره کلداری ده.
دغه غویی هم په ۱۶ لکه خرڅ شوی دی
په دغه هیواد کې د نورو توکو د قیمتونو له لوړیدو سره د څارویو بیې هم لوړې شوي دي. دغه غويي چې په انځور کې لیدل کیږي په ۱۶۰۰۰۰۰ کلدارې پلورل شوی دی.
۱۵ سوه زره کلدارې
کراچۍ چې د پاکستان د اقتصاد مرکز بلل کیږي هم ډیر خلک د دا ډول څارویو د پيرلو توان نه لري. دې کټي یا ځوان ګاومیش ته ۱۵ لکه کلدارې بیه ایښودل شوې.
د ساهیوال نسل غویي
د کراچۍ د څارویو په مارکیټ کې زیاتره د ساهیوال، چولستان، برهمن او ملتاني نسل څاروي موجود دي. د ساهیوال نسل د دې غویي بیه ۱۴ سوه زره کلدارې ده.
د کرونا خطر سربیره خریداري روانه ده
د سپر های وې ترڅنګ د ښار په نورو برخو کې هم د کرونا ویروس د خپریدو د خطر په پام کې نیولو سره د ماښام پر اوو بجو د څارویو د منډیي بندولو امر شوی دی. خو د نظم عامه مسئولین د دې مقررې د عملي کولو په برخه کې له ستونزو سره مخامخ کیږي.