1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کراچۍ کې د افغان سوداگرو رزهاوو کانتنرونه بند پاتې دي

۱۳۹۹ شهریور ۱۸, سه‌شنبه

د افغانستان او پاکستان ګډه سوداګریزه خونه وايي، پاکستان په کراچۍ بندر کې په سوداګریزو توکو بار زرهاوو افغان کانتېنرونه درولي دي.دغو کانتېرونو ته ولې د تلو اجازه نه ورکول کیږي؟

https://p.dw.com/p/3iAAw
Pakistan | China und Pakistan starten ihre Handelsroute
انځور: picture-alliance/AA

د افغانستان او پاکستان ګډه سوداګریزه خونه وايي، کراچۍ بندر کې د افغان سوداګرو نهه زره او ۵۰۰ کانتېرونو ته پاکستاني چارواکي د توکو د لېږد اجازه نه ورکوي.

په دغو کانتېرونو کې له خوراکي توکو لکه غوښه، هګۍ او دغه راز ودانیز توکي بار دي، چې له تېرې جون میاشتې د کراچۍ بندر کې درول شوي او ددغو کانتیرونو شمېر هم د ډېرېدو په حال کې دی.

د چارواکو پروینا دغه خوراکي او غیر خوراکي توکي، له منځني اسیا، اروپا او امریکا څخه افغانستان ته د رالېږدولو په تمه رابار شوي دي.

پاکستان ولې دغه کانتېرونه درولي؟

د افغانستان او پاکستان د ګډې سوداګریزې خونې د مشرتابه پلاوي مشر احمد شاه یارزاده دویچه ویله ته وویل، پاکستان د ورځې یواځې ۳۰۰ افغان کانتېرونو ته د تېرېدو اجازه ورکوي. نوموړي زياته کړه: «پاکستان پر افغان سوداګرو جبري کړې چې په لاریو کې باید د GPS Tracker په نوم یوه څارونکې دستګاه یا ډیوایس نصب کړي، چې اړوند شرکت د ورځې یواځې ۳۰۰ لاریو ته دغه اله نصبولی شي او پاتې نور ولاړ پاتې کیږي.»

دغه څارونکی سیستم د پاکستان په خاوره کې په سوداګریزو توکو بار لارۍ څاري او پاکستاني چارواکي وايي په پاکستان کې د افغان ټرانزیټي توکو د پلور د مخنیوي په توګه ددغه سیستم نصبول اړین دي.

یارزاده وویل، د پاکستان د ګمرګونو ادارې ددغه څارونکي سیستم د نصبولو تړون د TPL په نوم له یوه داسې شرکت سره کړی چې د ورځې له ۳۰۰ ډیرو لاریو ته یې د نصبولو ظرفیت نه لري.

NATO Versorgung Afghanistan Pakistan
د پاکستان او افغانستان ترمنځ تجارتي ستونزې د کرونا د بندیزونو له کبله هم ډېرې شوي ديانځور: DW

افغان سوداګرو څومره زیان ویني؟

د افغانستان او پاکستان د ګډې خونې دغه چارواکي وویل، چې په کراچۍ بندر کې ددغو نیږدې لس زره لاریو دریدو له امله د افغانستان خصوصي سکتور د ورځې نیږدې یو میلیون ډالر زیان ویني. نوموړی زیاتوي: «دغه زیان د هغو جریمو له امله دی چې افغان سوداګرو ته د هر کانتینر د هغې ټاکلې مودې څخه د ډیر درېدو له امله ورسیږي او ددې زیان کچه هم د هر کانتینر په سر د ورځې له ۱۰۰ تر ۱۵۰ ډالرو پورې ده.»

د ټاکلې شوې موده پر بنسټ، افغان سوداګر اړ دي چې د ټرانزیټي توکو د لېږد برخه کې لېږدونکی کانتېنر په ۲۸ ورځو کې له توکو تش او بیرته یې کراچۍ بندر ته ورسوي، خو چارواکي وايي د وروستیو ستونزو له امله هر کانتینر له ۴۵ ورځو څخه تر ۲ میاشتو هم په کراچۍ بندر کې بند پاتې کیږي.

د ستونزو په جوړولو کې د پاکستان ګټه ده

هاخوا اقتصادي شنونکي وايي، پاکستاني چارواکي په قصدي ډول د افغان سوداګریزو توکو ډکې لارۍ په کراچۍ بندر کې دروي. اقتصاد پوه شعیب رحیم په دې اړه دویچه ویله ته وویل:«که کانتینر په ټرمینل کې بند پاتې کیږي، یا ګڼه ګوڼه ډيریږي نو په کانتینرونو جریمه وضع کیږي او هغه ټولې جریمې د پاکستان حکومت ته ځي.»

دغه افغان اقتصادي شنونکی پر افغان حکومت هم نېوکه کوي چې د خپلو ټرانیزیټي توکو د لېږد رالېږد لپاره یې په اغیزمنو بدېلو لارو غور نه دی کړی.

د ښاغلي رحیم پروینا هغه بدېلې لارې چې اوس ترې ګټه پورته کیږي هم اړوند چارواکي یې په اغیزمن مدیریت کې پاتې راغلي.

شعیب رحیم وايي، افغان حکومت تراوسه له پاکستان سره د ټرانزیټي او سوداګریزو ستونزو په هواري کې یوه فعاله ډيپلوماسي ونه لوبوله، چې له امله یې د هېواد اقتصادي سکتور ته هرکال په میلیاردونو ډالر زیان اوړي.

اسماعیل شاکر – کابل