په کراچي کې د ۲۰۱۹م کال د دوبني مود جامو د نندارتون انځوریز رپوټ
د جامو د مود طراحان یا ډیزانونکي کمپنۍ د پاکستان په تر ټولو لوی ښار کراچي کې د «هم شو کیس» په نوم د ۲۰۱۹م کال د دوبنیو جامو د نوي مود نندارتون په ترڅ کې خپلو تولیداتو ته د بازار پیدا کولو هڅه کوي.
د پاکستاني ډرامو لوبغاړې
د حسین ریحار له خوا طرحه او ډیزاین شوي د نوي مود دوبني جامې په پاکستاني ډرامې «بلبلي» کې مشهورې شوې لوبغاړۍ عایشه عمر اغوستې وې.
د نارینه و جامې
د عمر راجپوت په نوم د جامو طراح یا ډیزان کونکي یوازې د نارينه و له پاره جوړ کړي جامې نندارې ته وړاندې کړل.
د لال کبوتر جوړه
په دې وروستیو کې د «لال کبوتر» په نوم د مشهور پاکستاني فلم لوبغاړو منشا پاشا او احمد علي اکبر د حسن شهریار له خوا ډیزاین کړای شوي جامې نندارې ته وړاندې کړل.
ثروت ګیلاني
د نیلو الله والا، له خوا د ډیزاین کړای شوي لباس د نمائش له پاره مشهوره هنرمنده ثروت ګیلاني سټیج ته را ښکاره شوه.
د نائن لائنز رنګا رنګ لباس
نائن لائنز شرکت په خپل ډیزاین کې مختلفو رنګونه سره ګډ کړي وو. د دې کمپنۍ له خوا مشهورې ماډلې نوشين شاه د سټیج پر سر نمایش وړاندې کړ.
صدف کنول
هنرمندې صدف کنول د ظهیر عباس له خوا د طرحه شویو جامو نمائش وړاندې کړ.
د پرچي فلم حريم فاروق
د پرچي فلم ستورۍ حریم قاروق د ديپک او فهد په وسیله د جوړو شویو جامو نمائش وړاندې کړ.
لویدیځوال ماډلانې هم پر ستیج
د سبلائم (سارا) له خوا د ګرمۍ موسم له پاره نازکې جامې نندارې ته وړاندې شوي وو. دوی ځنې بهرني لباسونه هم د ستیج پر سر نندارې ته وړاندې کړل.
د ګرمۍ موسم سپين رنګ
ماګُل د ګرمۍ په موسم کې د ترسره کیدونکو مراسمو په پام کې نیولو سره سپين رنګه جامې ډیزاین کړې وې، کوم چې د نندارچیانو پام یې ځانته را اړولی وو.