په کراچي کي هدفي وژني ډيري سوي
۱۳۹۰ فروردین ۵, جمعهپه کراچۍ کي د پښتونخوا ملي عوامي پارټۍ ، عوامي نېشنل ګوند او د متحده قومي حرکت ځايي مشران او مزدور کاران ددې لړۍ ښکار دي.
يوازي د روان کال د مارچ د مياشتي تر ۲۲ نېټې پوري پدغه ستر تجارتي ښار کي ۱۸۰ تنه په مرمز ډول وژل سوي دي.
د سند ايالت د والي سيد قايم علي شاه په خبره ددې سره سره چي پوليس په هرډول پرمختللو وسلو او وسايلو سمبال دي، د ترهګرۍ په پيښو کي ورځ تر بلي ډيروالی راځي.
هغه تېره ورځ په يوه خبري غونډه كې وويل: « د ښار نفوس تر ۱۲ميليونو اوښتۍ، ددې ښار د کرارۍ دپاره يوه لاره پاته ده، هغه داچي ددې ښار اوسېدونكي او سياسي ډلي لاسونه سره وركړي او د يو بل سره په كراچۍ کښي د امن په راستولو كې مرسته وكړي. بيا نو امنيت راتلای سي.»
بله خوا د متحده قومي حرکت مشر الطاف حسين بيا د کراچي د وژنو پړه پر پاکستاني طالبانو ور اچوي.
نوموړي تېره ورځ په پنجاب ايالت كي د خپل سيمه ييز د فتر د پرانيستې غونډې په وينا كي د لندن څخه په ټيليفوني خبرو كې وويل: طالبانو! د خداى لپار دا هيواد مه خرابوی.
خو د عوامي نيشنل ګوند مزكزي مشر اسفنديار ولي خان بيا وايي: « په كراچۍ كي طالبان اپوزيسېون نه بلكې قبضه ګر د بد امنيو اور ته لمن وهي. هغه وايي هغه خلګ چي د پښتنو پر جايدادونو باندې قبضه كول غواړي نو خلګ وژنې:
« په كراچۍ كې چي كومي مسالۍ دي هغه د طالبانو له خوا ندي. هلته هيڅ طالبان نه شته هلته هغه څوك بد امني كوي چي قبضه ګردي او د خلګو جايدادونو ته يې اړولې ده. صرف او صرف د قبضې خبره ده.»
په پاكستان كې اوسنى حكومت چې ورته د خلګو حكومت ويل کيږي او د ولس په ټاكنو منځ ته راغلى بيا هم ولس ورڅخه سرټكوي.
يو تن وايي چي:« دا يو فاسد او ظالم حكومت دى، تر اوسه پر موږ دا رنګه حكمراني نه وه سوې.»
كله چې په 2008 كال كي په پاكستان كي پيپلز ګوند موجوده حكومت د ازادو ټاكنو په نتيجه کي را منځته سو. د هغې ورځي وروسته په دې هيواد كي، عام ولس ته مځكه سره تبۍ ګرځېدلې.
حبيب الرحمن تاثير/ کويټه
کتونکی: نجيب الله زيارمل