1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کاله کې د کډوالو د مخنیوي له پاره د دیوال چارې بشپړې شوې

۱۳۹۵ آذر ۲۴, چهارشنبه

د فرانسې په کاله سیمه کې د «ځنګل» په نامه کمپ تر بندیدو وروسته د دې کمپ کډوال د فرانسې نورو کمپونو ته انتقال شول. په راتلونکي کې له دې لارې بریتانیا ته د مهاجرت د مخنیوي له پاره د یوه دیوال د رغولو چارې بشپړې شوي دي.

https://p.dw.com/p/2UHJZ
Frankreich Mauer blockiert Weg von Flüchtlingen - Autobahn bei Calais
انځور: Getty Images/AFP/P. Huguen

د سمندر په څنډه پروت د کاله ښار سړک د «دوور» د تنګۍ خواته نور تړل شوی دی. هرڅوک چې وغواړي له کله څخه بریتانیا ته په غیر قانوني توګه مهاجر شي، نور نه شي کولای له پټو لارې دې هیواد ته داخل شي. خو د دې کار سربیره، یوه ښاروال د دغه دیوال د جوړولو په هکله قانوني شکایت کړی دی.

د کاله ښار چې د فرانسې په شمال کې پروت دی، په دې وروستیو کې پکې یو دیوال جوړ شوی دی. د دغه دیوال د جوړولو موخه بریتانیا ته د تلونکو لاریو موټرونو ته د مهاجرینو د ختلو مخنیوی په ګوته شوی دی. دغه کانکریتي دیوال چې کابو یو کیلومتر اوږدوالی او درې متره لوړوالی لري په پټو امنیتي کامرو سره سمبال دی. د دیوال د جوړولو یوه اصلي موخه د بریتانیا ټاپوګانو ته د غیر قانوني مهاجرینو د تګ مخنیوی دی.

بریتانیا د دغه دیوال د جوړونې چارې د روان کال په سپټمبر میاشت کې د ۲.۷ میلیونو یورو په لګښت سره پیل کړ. په ورته وخت کې د بشر د حقوقو فعالانو بیا د دې دیوال پر جوړونې نیوکه کړې ده. د کاله ښار، ښاروالې نتاشا بوشارت ځايي ادارې ته په شکایت کولو غوښتل چې د دې دیوال د جوړولو چارې ودرول شي خو د هغې هڅو کومه نتیجه ورنکړه.

په کاله کې د «ځنګل» په نامه کمپ ته پاملرنه

له کلونو راهیسې هغه وخت چې په اروپا کې د مهاجرینو کړکیچ پیل شو، د کاله نوم ډیر یادیدو. د روان کال په نومبر میاشت کې په کاله کې د «ځنګل» له کمپ څخه وروستی مهاجر وویستل شول او مهاجرین د دې ښار نورو کمپونو ته انتقال شول. سربیره پر دې، د دې کمپ زیاتره کډوال بیا د فرانسې په مخلتفو ښارونو کې د مهاجرینو پر کمپونو وویشل شول.

له دې کمپ څخه د مهاجرینو تر انتقال پورې، زرګونو کډوالو په دې ځای کې په خپلو جوړو شوو خیمو کې ژوند کاوه او غوښتل یې چې له سمندر بلې غاړې بریتانیا ته ولاړ شي.

زیاتره کډوالو هڅه کوله چې د مانش د کانال له لارې او یا په لاریو کې په پټه انګلستان ته ولاړ شي. دغه کار څو ځله مرګوني پایلې درلودې.

د بریتانیا او فرانسې ترمنځ د «توکه» د تړون په اساس چې په ۲۰۰۳م کال کې نهايي شو، د فرانسې په شمال کې باید د بریتانیا سره ګډه پوله خوندي وساتل شي. له همدې امله نن دلته یو اوږد دیوال ورغول شو. په دې بندري ښار کې د بریتانیا چارواکي انګلستان ته د تلونکو مسافرینو پاسپورتونه او د تګ اسناد څاري او بل لوري ته د فرانسې په خاوره کې د فرانسې دولتي مامورین بیا په پوله اسناد ګوري. د دواړو هیوادونو چارواکي د مسافرینو اسناد څاري ترڅو وپوهیږي چې مسافر د شینګن حوزې ته د سفر اجازه لري او که نه.