په کابل کې چاودنې یو تن وژلی دی
۱۳۹۵ فروردین ۲۳, دوشنبهاعلان
د اسوشیتد پرس خبري آژانس د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د ویاند صدیق صدیقي، له قوله لیکلي په دغه چاودنه کې د یوه تن د وژل کیدو او نورو پنځو تنو د ټپي کیدو رپوټ ورکړی دی. د هغه په خبره دغه چاودنه د مقناطيسي بم په واسطه رامنځ ته شوې ده.
نوموړي خبري آژانس د دغه سرویس د کلینر رحیم گل، په حواله د مرگ ژوبلې شمیر زیات ښوولی دی. هغه ویلي دي چې په چاودنه کې دوه تنه وژل شوي دي.
لا تر اوسه پورې کومې ډلې د دغه برید مسوولیت پر غاړه نه دی اخیستی. خو اسوشیتد پرس خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې طالبان زیاتره وخت د افغان امنیتي ځواکونو او حکومتي کارکوونکو پر وړاندې له دغسې په اصطلاح نښلیدونکو یا «چسپکي» بمونو او همداشان د سړک د غاړې له ماینونو څخه استفاده کوي.