تروريزم
په کابل کې ځانمرګي برید ۷ کسان وژلي دي
۱۳۹۷ آبان ۹, چهارشنبهاعلان
د افغانستان د کورنیو چارو زوارت ویاند نجيب دانش په حواله د چهارشنبې په ورځ (د اکتوبر میاشتې۳۱مه) یوه ځانمرګي بریدګر د پلچرخي زندان د کارکوونکو پر لیږدونکي موټر برید کړی دی.
پلچرخي د افغانستان تر ټولو لوی زندان دی چې د کابل په ختیځ کې موقعیت لري او د طالب جنګیالیو ترڅنګ په سونو نور مجرمين پکښې بندیان دي.
د دې زندان يوه مسئول عبدالله کريمي اسوشيتد پرس خبري آژانس ته ویلي دي چې برید زندان ته د ننوتلو دروازې تر څنګ شوی دی. په دې ځای کې د بندیان خپلوان او عزیزان زندان ته تر ننوتلو مخکې د تالاشي ورکولو له پاره تم کیږي.
تر اوسه پورې هیڅ کومې ډلې د دې برید مسئولیت نه دی منلی.
د افغانستان پلازمېنه کابل په پرله پسې ډول د خونړو بریدونو شاهده وي. ډیر وختونه داعش ترهګره ډله د دغو بریدونو مسئولیت پر غاړه اخلي.