1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کې پرله پسې اورلګیدنې؛ ګرم څوک دی؟

۱۳۹۷ بهمن ۱۰, چهارشنبه

د کابل ښار په دې وروستیو میاشتو کې څو واره د اورلګیدنې شاهد وو. د دغو ټولو پيښو اصلي دليل د برق شارتي او یا هم بی احتیاطي ښودل شوې ده. دوکانداران وایې چې خپل هر څه یې له لاسه ورکړي، او بیرته په پښو د دریدلو توان نه لري.

https://p.dw.com/p/3CO43
Afghanistan Taliban Raketenangriff auf Tanklastwagen bei Kabul 05.07.2014
انځور: picture-alliance/dpa

په وروستۍ پيښه کې د کابل منډیي په سیمه کې د میلاد په نوم د خریدارۍ یو لوی مرکز اور واخیست. په دې اورلګیدنې کې شاوخوا ۳۰۰ دوکانونو اور اخیستې وو او د سوداګرو مالونه شتمنۍ له خاورو او ایرو سره برابر شول.

د لړم میاشتې په ۱۲ نیټه د نادر پشتون په جاده کې د خیرخواه په مارکيټ کې اور لګیدلی وو. په دې اورلګیدنه کې شاوخوا ۱۰۰۰ دوکانونه وسوځیدل. د دې مارکیټ ډیري دوکانونه د تلیفون او برقي سامان الاتو هټۍ وې.

د دغو اورلګیدنو څخه زیانمن شوي کسان په ډیر ځنډ سره د اطفایې د را رسیدو شکایت کوي. د میلاد مارکیټ یو هټیوال شکیب وایې: «د اور وژنې دری موټرونه راغلل، خو ونه توانیدل چې اور ووژني کړي. په پيل کې لومړي پوړ اور واخیست او وروسته بیا دویم او دریم پوړونو ته هم اور ورسید.»

عیني شاهدانو وویل چې د اطفایي د اور وژنې یو شمیر وسایطو اوبه نه درلودې او بی له اوبو ساحې ته راغلي ول چې له همدې امله ونه توانیدل په وخت سره اور مړ کړي.

په داسې حال کې چې د کابل له منډیې څخه د اور لمبې پورته کیدلې د اور وژنې موټرو له کابل سین څخه خپل د اوبو ټانکرونه ډکول. زیانمن شوي هټیوال د اطفایې پر ریاست نیوکه کوي او وایې چې دوی باید د داسې پيښو له پاره مخکې له مخکې امادګي ولري.

له اورلګیدنې څخه زیانمن شوي دوکاندار جمشید وویل: «په دې مارکیټ کې هیڅ څه نه دي پاتې او ټوله شتمني وسوزیدله. دا څه ډول حکومت دی.»

زوړ او غیر ډاډمن سیستم

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایې چې د اورلګیدنې اصلي لامل په زوړ سیستم د مارکیټونو جوړیدل دي. د کابل د منډي ډیري مارکیټونه په زوړ سیستم جوړ شوي دي. ډیري دغه مارکیټونه د بریښنا د ویش ډ‌اډمن سیستم نه لري او د اورلګیدنې د ډیرو پيښو علت له بریښنا څخه غیر معیاري استفاده ښودل شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت ویاند نجیب دانش وایې: «ډیري دغه مارکیټونه غیر معیاري دي او هغه خبردارۍ چې موږ یې د ژمي فصل په لومړیو کې ورکوو، په پام کې نه نیول کیږي چې دا بیا د اورلګیدنې سبب کیږي.»

هغه شتمني چې په اور بدلیږي

د هغو ارقامو له مخې چې د سوداګرۍ خونې وړاندې کړي دي، یوازې سږ کال په کابل ښار کې د اورلګیدنو له امله هټیوال او سوداګرو ته تر ۱۰۰ میلیونه ډالرو ډیر زیان رسیدلی دی.

د سوداګرۍ خوني ویلي دي چې د زرنګار، اتفاق او خیرخوا مارکیټونه او د کابل ټاور ودانۍ سږکال د اورلګیدنو له امله ډیر زیات تاوني شوي دي.

یو افغان سوداګر محمد نبي وایې چې حکومت باید له هغو سوداګرو سره مرسته وکړي چې مالونه یې سوزیدلي دي: «حکومت باید د خپلو امکانانو په چوکاټ کې له سوداګرو او پانګوالو سره مرسته وکړي او په ټولو ستونزو کې یې ونډه واخلي.»

دا په داسې حال کې ده چې په افغانستان کې سوداګریز مرکزونه او مارکیټونه بيمه شوي نه دي، او د اورلګیدنې تر پيښو وروسته هغه سوداګر چې زیانمن شوي وي، د خپل تجارت د بیا پیلولو له پاره سرمایه نه لري.

د اورلګیدنې یو شمیر پيښې له ځاني تلفاتو سره هم ملې وې. څه موده مخکې د کابل په عبدالحق څلور لاره کې د تیلو یو ټانک اور واخیست. په دې پيښه کې درو تنو خپل ژوند له لاسه ورکړ.

د چپاولګرو له پاره فرصت

اورلګیدنې د غلو له پاره فرصت برابروي. د دغو پيښو پر مهال د غلو بانډونه له وارخطایې او بی نظمیو څخه په استفادې د دوکانونو نقدې پيښې او مالونه تالا کوي.

د خیرخوا مارکیټ په اورلګیدنه کې غله وتوانیدل ډیر قیمتي مالونه غلا کړي. د کابل پولیس د دا ډول پيښو پر مهال د خلکو د مالونو او شتمنیو د ساتنې په برخه کې د پاتې راتلو له امله له سختو نیوکو سره مخامخ دی.

د میلاد مارکیټ د اورلګیدنې په پيښه کې ۱۳ تنه غله چې د هټیوالو مالونه او نقدې پيسې یې غلا کړي ول د پولیسو له خوا ونيول شول.