شخړي
په کابل کې پر درمسال وسله وال يرغل
۱۳۹۹ فروردین ۶, چهارشنبهاعلان
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وایي چې پولیس د پيښې ځای ته رسیدلي دي، خو په خبره یې لا هم فیرونه ادامه لري.
د پارلمان غړي نریندرا سنګ خالصه، ویلي دي چې دی ګوردوارا (د سکانو عبادتځای چې په افغانستان کې درمسال یادیږي) ته نزدې وو چې دغه برید وشو او یوې غاړې ته وتښتید. د هغه په خبره لږ تر لږه څلور تنه وژل شوي دي.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین، خبریالانو ته په یوه استول شوي پيغام کې ویلي دي چې امنیتي ځواکونو سیمه کلا بنده کړې او هڅه کوي چې دغه برید پای ته ورسوي.
لا تر اوسه کومې ډلې د دغه برید مسئولیت پر غاړه نه دی اخیستی.