په کابل کې موټر بم چاودنه او ډزي
۱۳۹۸ اردیبهشت ۱۸, چهارشنبهرویترز خبري آژانس د امنیتي چارواکو په حواله لیکلي دي چې چاودنه د یوه موټر بم وه، چې هدف یې د کابل په شهر نو سیمه کې یو غیر انتفاعي نړیوال سازمان وو. دغه چارواکو د دې سازمان نوم «کونترپارت انترنیشنل» ښوولی دی.
د روغتیا وزارت یوه ویاند وحیدالله مایار، ویلي دي چې تر اوسه پورې د پیښې له کبله نهه ټپيان روغتون ته استول شوي دي.
عیني شاهدانو بیا د څو چاودنو او پراګنده ډزو اوریدو خبره کړې ده. میرزا حسین، چې د پیښې سیمې ته نزدې وو، ویلي دي چې درې چاودنې او تر هغه وروسته یې د ډزو غږونه اوریدلي دي. د هغه په خبره په سیمه کې له یوې ودانۍ دود هم پورته کیده. یوه بل عیني شاهد قیس زمان، ویلي دي چې چاودنه د لوی څارنوال دفتر ته نزدې رامنځ ته شوې ده.
د کابل د پولیسو او کورنیو چارو وزارت ویاندانو بیا تر اوسه پورې د پیښې د تلفاتو له ښوولو څخه ډډه کړې ده. د کابل د پولیسو ویاند بصیر مجاهد، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په کابل کې یوه چاودنه رامنځ ته شوې ده، خو روښانه کړې یې ده چې د دې پیښې له کبله څو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، رویترز خبري آژانس ته ویلي دي چې چاودنه د کابل په شهر نو سیمه کې رامنځ ته شوې ده. هغه دا هم تائید کړې ده چې اوس په سیمه کې پراګنده ډزې روانې دي.
ms/nz (dpa; reuters,afp)