په کابل کې درو چاودنو مرګ ژوبله اړولې ده
۱۳۹۸ خرداد ۱۲, یکشنبهاعلان
د پوهنتون د محصلينو لېږدونکی بس د يوه نښلونکي يا چسپکي بم په واسطه په نخښه شوی دی. په دغه پېښه کې لږ تر لږه يوه تن خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. فردوس فرامرز چې د کابل ښار د پوليسو وياند دی، دا خبره تائيد کړې ده چې دوې نورې چاودنې هم په عين سيمه کې رامنځ ته شوې دي، خو نور جزيات يې ورنه کړل. د هغه په خبره لږ تر لږه لس تنه په دغو بريدونو کې ټپيان شوي دي. وحيدالله مايار چې د عامې روغتيا د وزارت وياند دی، وايي چې په نخښه شوي بس کې لږ تر لږه څلور ښځې هم ژوبلې شوې دي چې روغتون ته لېږدول شوې دي. تر اوسه پورې چا د بريد پړه منلې نه ده، خو په دې وروستيو کې هم طالبانو او هم د «اسلامي دولت» په نوم ترهګرې ډلې په کابل کې بريدونه کړي دي.
AP/NS/AWA