په کابل کې د کتابونو نندارتون پرانیستل شو
۱۳۹۲ فروردین ۳۱, شنبهد کتاب ښار تر عنوان لاندې د کتابونو دغه نندارتون به یوه اوونۍ د لیدونکو پر مخ پرانیستی وي. په دې نندارتون کې د بیلابیلو کتابونو د معرفي کولو تر څنګ، ټاکل شوې ده چې د کتاب د لوستلو له پاره د خلکو د هڅونې په برخه کې هم ځینې پروګرامونه ترسره شې.
په دې نندارتون کې ۱۳۰۰۰ کتابونه ننداری ته ایښودل شوې دي. پر هغو کتابونو سربیره چې په افغانستان کې چاپ شوې له پاکستان او ایران څخه وارد شوي کتابونه او ځیني انګلیسي کتابونه هم په نندارتون کې موجود دي.
نجیب الله منلي چې د دغه نندارتون له جوړونکو څخه دی خبریالانو ته وویل چې په دغه نندارتون کې هڅه کیږې چې د کتاب پلورونکو او خپرونکو ادارو ترمنځ همغږي رامنځ ته شي. ښاغلي منلي زیاته کړه: «تر اوسه پورې په هیواد کې د کتاب د لوستلو کلتور وده نه ده کړې، موږ غواړو چې کتاب پلورونکي او خپرونکي، د ګډې همکارۍ په روحیي سره کار وکړي.»
ښاغلي منلي وویل چې که چیرې په هیواد کې کتابونو ته اړتیا پوره شي، نه یوازې دا چې کلتور ودې او پرمختګ ته لاره هواریږي، بلکې په زرګونه افغانانو ته هم د کار زمینه برابریږي. همدرنګه منلي له افغان حکومت څخه وغوښتل چې پر کتابونو دې مالیه راټیټه کړي ترڅو په دې توګه په هیواد کې د کتاب چاپولو ته لاره هواره شي.
سره له دې چې په ورستۍ لسیزې کې ډېر شمېر چاپخانو او خپروونکو ادارو په افغانستان کې خپل فعالیتونه پيل کړې دي، خو بیا هم په ایران کې د چاپ شویو او انګلیسي کتابونو بازار ډیر تود دی.
ښاغلي منلي زیاته کړه چې هر کال په افغانستان کې یو میلیون جلده کتابونه پلورل کیږي خو سره له دې هم په بازار کې د اړتیا وړ کتابونو کمۍ لیدل کیږي. هغه زیاته کړه: «هغه کتابونه چې موږ ورته اړتیا لرو، هغه بازار ته ډېر لږ وړاندې کیږي، که چیرې موږ اړتیاوې په ګوته کړو، تقاضا به ډیره لوړه شي.»
د افغانستان د اطلاعاتو او کلتور د وزارت مرستیال غلام نبي فراهي افغانان دې ته وهڅول چې په خپلو کورنو کې کوچني کتابتونونه جوړ کړي: «زه باور لرم چې ډېر کسان له کتاب سره لیوالتیا لري. تر ټولو ښه ملګری کتاب دی او ښه ده چې انسانان د کتاب د لوست سره مینه ولري.»
ټاکل شوې ده چې په دې نندارتون کې فعاله لیکوالانو او خپرندویه ادارو ته انعامونو هم ورکړل شي.