په کابل کې د چاودنې تلفات ۶۵ ته لوړ شول
۱۳۹۸ تیر ۱۰, دوشنبهلږ تر لږه درې برید کوونکي په دې توانیدلي دي چې د دفاع وزارت په شاوخوا کې یوې ودانۍ ته ننوځي. یوه چارواکي ویلي دي چې برید کوونکو د دفاع وزارت د انجنیري او لوژیستګ څانګې ودانۍ ته نزدې چاودنه کړې وه.
د کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، وویل: «وسله وال یوې ودانۍ ته په ننوتلو توانیدلي دي او اوس له افغان ځواکونو سره په جګړه بوخت دي. تر دې مخکې یوه پیاوړې چاودنه هم شوې ده.»
د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار، ویلي دي چې د چاودنې له سيمي ۶۵ ټپيان روغتون ته راوستل شوي دي. په ټپي شویو کسانو کې نهه ماشومان هم شامل دي.
لا تر اوسه پورې په پیښه کې د وژل شویو کسانو د شمیر په اړه معلومات په لاس کې نه شته. طالبانو په یوې اعلامیه کې د پیښې پړه منلې ده. په اعلامیه کې راغلي دي: «د برید هدف د دفاع وزارت تخنیکي تأسیسات وو.»
رویترز خبري آژانس د عیني شاهدانو په حواله لیکلي دي چې د چاودنې له کبله تور دود آسمان ته پورته شوې او بیا ترې وروسته د پراګنده ډزو غږ هم اوریدل شوی دی. د چاودنې په سیمه کې ډیرې دولتې ودانۍ او د افغانستان د فوټبال فدراسیون ودانۍ هم شته. د دې فدراسیون ویاند ویلي دي چې مشر یې یوسف کارګر، هم د ټپیانو په ډلې کی دی.
دغه چاودنه په داسې حال کې رامنځ ته کیږي چې همدا اوس د امریکا متحده ايالاتو او طالبانو استازي په دوحه کې په خبرو اترو بوخت دي چې په افغانستان کي له ۱۸ کلونو راهيسي رواني جګړې ته یوه سیاسي حل لاره ومومي.
ms/nz (reuters)