تروريزم
په کابل کې د ټاکنو کمیسیون مخې ته چاودنه شوې
۱۳۹۷ مرداد ۲۲, دوشنبهاعلان
د رویترز خبري آژانس ویلي دي چې په دې پیښه کې لږ تر لږه د پولیسو یو چارواکی وژل شوی او یو بل ټپي دی. د پیښې پر مهال د ټاکنو د خپلواک کمیسیون پر ضد مظاهرې روانې وي. مظاهره کوونکي د هغو نوماندانو په ملاتړ دې سیمې ته راغلي وو چې د ټاکنو کمیسیون د هغوی نومونه د پارلمان د نوماندانو له وروستي نوملړ څخه ایستلي دي.
ټاکل شوی ده چې په افغانستان کې د روان کال د اکتوبر په شلمه نیټه پارلماني او د ولایتي شورا ګانو ټاکنې ترسره شي. دغه ټاکنې په داسې حال کې پلان شوي دي چې د امریکا متحده ایالاتو د معلوماتو له مخې د افغانستان ۱۴ سلنه ولسوالۍ د طالبانو تر بشپړ کنترول لاندې دي او ۳۰ سنله نورې بیا د افغان ځواکونو او دې ډلې تر منځ لاس په لاس کیږي.