په کابل کې د ملي امنيت دوه افسران وژل شوي
۱۳۹۸ آذر ۱۱, دوشنبهاعلان
د افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي، وويل چې پولیسو په هغه وسله وال کس پسې لټه پېل کړې چې د دوشنبې (د ۲۰۱۹ م کال د دسمبر ۲ نیټه) په سهار یې دغه بريد کړی دی.
رحيمي زياته کړه چې پولیسو د کابل ختیځ نهمې حوزې سیمه تړلې ده او د پېښې د عامل لټه یې پېل کړې ده.
په کابل کې د ډيرو بریدونو پړه وسله وال طالبان او داعش پر غاړه اخلي، خو د دغه بريد مسئوليت تر اوسه پوري کومې ډلې نه دی منلی.
طالبان دمگړۍ د افغانستان پر ځينو برخو کنترول او يا هم نفوذ لري او پر افغان امنيتي ځواکونو او حکومتي چارواکو خونړي بريدونه کوي چې ډېر وخت پکښې ملکي وگړي هم وژل کیږي.
bs/nz (AP)