«په کابل کې د مظاهرو په ترڅ کې۴ تنه وژل شوي»
۱۳۹۷ آذر ۵, دوشنبهد آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د یکشنبې په ورځ د دغه قوماندان تر نیول کیدو وروسته په کابل او د افغانستان په ځينو نورو سیمو کې لاریونونه وشول. د کابل د پولیسو ویاند ویلي دي چې دغه لاریونونه په تاوتریخوالي واوښتل چې د پولیس او احتجاج کوونکو تر منځ پکښې اخ او ډب رامنځ ته شوی دی. په کابل او بامیان کې د احتجاجونو له کبله پولیس او دوه روغتونونه د څلورو کسانو د وژل کیدو رپوټ ورکوي.
خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت ویاند ویلي دي چې د لاریونونو په ترڅ کې یوازې ۱۹کسان ټپیان شوي دي. د افغانستان په ځينو نورو ولایتونو کې د علي پور د نیول کیدو پر ضد احتجاجونه په تاوتریخوالي اوښتي دي.
عبدالغني علي پور، د یکشنبې په ورځ (۲۰۱۸م کال د نومبر ۲۵مه) په کابل کې ونیول شو. د افغانستان ملي امنيت ادارې د دوشنبې په ورځ په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې نوموړی د وردگو ولایت په بهسودو ولسوالۍ کې له اوسیدونکو څخه د باج اخیستنې په تور نیول شوی دی.
نوموړي خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې د دغه ځایي قوماندان په سونو خواخوږو په کابل او ځينو نورو سیمو کې په احتجاجونو لاس پورې کړی دی او ژر د هغه د آزادیدو غوښتنه کوي.
پولیس او مظاهره کوونکي یو پر بل باندي د وضعیت د ترینګلتيا تورونه پورې کوي. په کابل کې د پولیسو ویاند بصیر مجاهد ویلي دي چې په کابل کې د مظارچيانو په منځ کې ځینو وسلې درلودې. د هغه په خبره پولیسو پر مظاهره کوونکو باندي اوبو پاشلي.
په بامیان کې هم د نوموړي قوماندان د نیول کیدو پر ضد لاریون شوی چې ویل کیږي تر۱۰۰۰ کسانو پکښې برخه اخیستې وه. د دغه ولایت د پولیسو مشر رضا یوسفي، ویلي دي چې احتجاج کوونکو د پولیسو یو افسر وهلی هم دی.
په دایکندي او بلخ کې هم د علي پور د نیول کیدو پر ضد احتجاجونه شوي دي. په دایکندي کې په سونو احتجاج کوونکي د ولایت مقام ودانۍ مخې ته راټول شوي ول.
علي پور چې په قوماندان شمشیر هم شهرت لري، د افغانستان ملي امنیت اداره پر نوموړي تور لگوي چې۱۵۰ کسیزه وسله واله ډله چې په سپکو او درنو وسلو سمبال ده جوړه کړې او غیر قانوني کړني کوي.
د روانې میلادي میاشتي په سر کې د غور ولایت په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د نوموړي د نیول کیدو هڅه ناکامه شوې وه. خو علي پور وایي چې یوازي د خپلو خلکو دفاع کوي.