په کابل کې د لویو موټر تګ راتګ منع شو
۱۳۹۸ مهر ۴, پنجشنبهپه داسې حال کې چې طالبانو د ولسمشریزو ټاکنو د هدف ګرځولو ګواښ کړی دی، افغان امنیتي چارواکو بیا په کابل کې تر ټاکنو وړاندې د لویو موټرو پر تګ راتګ باندې بندیز وضع کړی دی. د ولسمشریزو ټاکنو د کمپاینونو بهیر له وړاندې نه د خونړيو بریدونو شاهد وو.
د سپتمبر میاشتې پر پنځمه نیټه، په کابل کې یوه موټر بم پنځه کسان ووژل او شاوخوا ۱۲ نور یې ټپیان کړل.
بل لوري ته په پروان ولایت کې د ولسمشر غني د کمپاین د غونډې پرمهال هم یوه ځانمرګي بريد ډيرو کسانو ته مرګ ژوبله اړولې وه.
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي دي چې په کابل کې امنیتي تدابیر شدید شوي دي او دا چې ښار ته تلونکي لوی موټر به بیرته له کابل ښار څخه اخراج شي.
په اعلامیه کې راغلي: «افغان ملي پولیس د [کابل] ښار په دروازو کې امنیت نیسي او د نن ورځې له پنځو بجو وروسته به کابل ښار ته د لویو موټر پر راتګ بندیز وي.»
د کورنیو چارو وزارت په اعلامیه کې همدا راز راغلي دي چې د ټاکنو په ورځ د رایې ورکونې تر پایه پورې به کابل ښار ته د کوچنیو موټر پر داخلیدو هم بندیز وي.
د کورنیو چارو وزارت دغه اقدام داسې مهال اعلانیږي چې طالبانو د ټاکنو په ورځ د بریدونو ګواښ کړی دی او ټینګار یې کړی دی چې په ټاکنو کې برخه اخیستونکي کسان به رایه اچونې سره خپل ځان له خطر سره مخ کوي.
بل لوري د افغانستان ګاونډي هیواد پاکستان چې ورڅخه د طالبانو ګڼ شمیر جنګیالي افغانستان ته داخلیږي، د پنجشنبې په ورځ اعلان کړی دی چې د افغانستان او پاکستان د پولې په امتداد به د ټاکنو پرمهال امنیتي تدابیر شدید کړي.
افغان چارواکي وايي چې په افغانستان کې د ولسمشریزو ټاکنو د ترسره کیدو په درشل کې د تورخم دروازه د څو ورځو له پاره تړل شوې ده.
د ننگرهار د والي وياند د پنجشنبې په ورځ دويچه ويله ته وويل چي د تورخم ښارگوټي لار د ولسمشريزو ټاکنو په خاطر تړل شوې ده.