په کابل کي پر سردار محمد داود خان روغتون يرغل
۱۳۹۵ اسفند ۱۸, چهارشنبهیوه امنیتي چارواکي وویل چې د سردار محمد داود خان روغتون د شا دروازې په مخ کې لومړی چاودنه شوې او بیا درې تر پنځو کسانو پوري چې په وسلو او لاسي بمونو سمبال ول، د روغتون ودانۍ ته ننوتلي او جګړه یې پیل کړې.
نوموړي همدا راز وویل چې بریدګر د روغتون د ودانۍ په دریم او څلورم پوړ کې ځای پر ځای شوي او سیمي ته له لیږل شوو ځانګړي ځواک له سرتیرو سره په جګړه بوخت دي.
د وروستيو راپورونو له مخي د دغه بريد له سيمي څخه تر اوسه پوري دوه مړي او ۲۵ ټپيان وزير محمد اکبر خان روغتون ته وروړل شوي دي.
تر سختو امنیتي تدابیرو لاندي د امریکا سفارت ته څیرمه پر دغه روغتون باندي برید، د دولتي چارواکو د هغو خبرداریو ښکارندويي کوي چې سږ کال به د طالبانو له خوا ښايي په کابل کي ترهگر بريدونه نور هم زور واخلي.
عبدالقدیر چې د سردار محمد داود خان روغتون یو کارکوونکی دی له رویترز خبري آژانس سره په خبرو کې ويلي دي چې یو وسلوال کس يې ولید چې د ډاکټرانو جامې یې اغوستې وې او تر جامو لاندې پټ یو کلاشنکوف یې راوویست او ډزې یې پیل کړې. نوموړي همدا راز وویل چې د دې ډزو په پایله کې لږ تر لږه یو ناروغ او د روغتون یو کارکونکی ووژل شول.
نوموړي د روغتون له نورو برخو څخه چې له ټول افغانستان څخه راوړل شوي ټپي امنیتي سرتیري تر درملنې لاندي دي، د ډزو غږونه هم اوریدلي دي.
روغتون ته څیرمه سیمه چې له ګڼه ګوڼي ډک يو چوک دی، له برید سره سم د امنیتي ځواکونو له خوا کلا بنده شوی.
دغه برید یوازې یوه اونۍ وروسته له هغه کیږي چې په کابل کې پر یوه امنیتي پوستې او د استخباراتو پر یوه دفتر په ورته یوه همغږي برید کې تر لسو ډیر کسان ووژل شول. د هغه برید مسولیت وسله والو طالبانو و مانه.
د سردار داود خان پر روغتون د برید مسولیت تر اوسه پور کومي ډلي منلی نه دی. د طالبانو یوه ویاند هم د دې برید په هکله ناخبري څرګنده کړې ده.