په کابل کي د امريکايي ځواکونو پر کاروان د موټربم بريد
۱۳۹۸ خرداد ۱۰, جمعهد افغانستان د کورنيو چارو وزارت وياند نصرت رحيمي ويلي دي چي د کابل په ختيځ کي د امریکايي ځواکونو پر کاروان د موټربم بريد سوی دی.
هغه ويلي دي: «له بده مرغه په دغه بريد کي زموږ څلور هيوادوال وژل سوي او درې نور ټپيان دي.» هغه زياته کړه چي ټپيان سوي کسان ملکيان دي.
په افغانستان کي د پریکړنده ملاتړ ماموريت يوه وياند ويلي دي چي څلور تنه امريکايان سرسري ټپيان سوي دي.
د وسله والو طالبان وياند ذبيح الله مجاهد د پيښي مسئوليت منلی دی او ادعا يې کړې ده چي د «اشغالگرو ځواکونو لس کسان يې وژلي دي».
وسله وال طالبان اکثراً په افغانستان کي د بريدونو مسئوليت پرغاړه اخلي او د تلفاتو په برخه کي مبالغه کوي.
دا د دوو ورځو په جريان کي دوهم بريد دی چي په کابل کي کيږي. د پنجشنبې په ورځ د پوځي اکاډمۍ پر افسرانو باندي برید کې ۶ کسان ووژل سول. د دغه بريد پړه داعش پرغاړه اخيستې وه.
(N.Z/S.R(AFP,dpa