په کابل کي د آلمانۍ مېرمنې په شمول دوه کسان ووژل سول
۱۳۹۶ اردیبهشت ۳۱, یکشنبهد افغانستان د کورنيو چارو د وزارت د وياند نجيب دانش په وينا په کابل کي یوه آلمانۍ ښځه د وسله وال بريد قرباني سوې ده. ويل سوي چي پر دغه مېرمني د پوليسو په ۷مه ناحيه کي پر واقع مېلمستون بريد وسو. د آلمان د خبري آژانس په وينا د هغه وروسته په وسله واله نښته کي يو پيره کوونکی هم ووژل سو.
زياته سوې چي دغو نامعلومو وسله والو کسانو يوه بله بهرنۍ ښځه چي له فنلند سره تړاو لري برمته کړې. ويل سوي چي يوه بله مېرمنه له برمته کېدو څخه ژغورل سوې ده. د پيښي دقيق جزيات لا تر اوسه نه دي روښانه سوي. د بي بي سي رسنۍ د راپور له مخي د دغه بريد مقصد په کابل کي د يو سوېډنۍ مرستندويه سازمان د مېلمستونه په نخښه کول ؤ.
د تيرو امنيتي پيښي له کبله يو شمېر مرستندويه بهرنيو ټولنو په افغانستان کي خپل امنيت ټينګ کړی ؤ. د آلمان د پراختيايي مرستو سازمان GIZ په دې ترڅ کي په کابل کي خپل مېلمستونونه يا د اوسېدو ځايونه خوشي کړي ول. دغه سازمان د خپلو همکارانو د اوسېدو ځايونه د کابل ښار څخه د باندي و کمپ ته انتقال کړي ول. ياد سازمان د هغه وروسته دغه اقدام وکړ چي په تيرو وختونو کي د کابل دننه د وسله والو طالبانو له لوري امنيتي پيښي رامنځ ته سوې.