1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په کابل کي جنايي جرمونه هره ورځ له انسانانو ژوند اخلي

۱۳۹۸ دی ۱۷, سه‌شنبه

په کابل کي جنايي پيښي اوج ته رسېدلي دي. د دغه ښار اوسيدونکي وايي چي نه سي کولای حتي د ورځي په ډاډه زړه د ښار په لارو او کوڅو کي تگ راتگ وکړي.

https://p.dw.com/p/3Vpb2

په دې ورځو کي د افغانستان د ټولنيزو رسنيو انترنت پاڼي، د هغو کسانو په ژړا او نارو او د تسليت ويلو په پيغامونو ډکي دي چي خپل خپلوان يي د کابل په ښار کي د جنايي جرمونو په نتيجه کي له لاسه ورکړي.

په يوې تازه پيښه کي، وسله والو غلو د کابل د پوليسو په ديارلسمه حوزه کي يو ځوان په چړې وواژه. دغه ځوان چي علي سينا نوميد، د امريکايي پوهنتون محصل او همدارنگه د کابل پوهنتون د ژورناليزم پوهنځی څخه فارغ سوی وو. غلو غوښتل د هغه لاسي تيلفون او کمپيوتر ترې واخلي چي تر مقاومت وروسته يي هغه په نس کي په چاقو وواهه.

سړی چي هر ځل فيسبوک پاڼي ته سر ورايسته، نو له داسي ډيرو پيښو سره به مخامخ سي.

 فردوس آريايي  د کابل يو اوسيدونکی دی چي دوه واره غلو موبايل او پيسې ترې اخيستي دي. هغه وايي: «په کابل کي د جنايي جرمونو د له منځه تلو له پاره بايد په گډه هلي ځلي وکړو او که زه نن د غلو قرباني سم نو ښايي سبا ستاسو کوم ورور يا خور او يا هم په خپله له داسي پيښو سره مخامخ سی.»

د کابل دغه اوسيدونکي وايي چي جنايي جرمونه له امنيتي ځواکونو سره د خلکو له همکارۍ پرته نه راکميږي او بايد خلک د خپل کور، کوڅې او سيمې ساتنه وکړي.

د کابل ښاريان په دې باور دي چي زياتره جنايي پيښې سهار وختي او يا هم د شپې له خوا رامنځته کيږي. د کابل پوليس وايي چي يوازي د رواني مياشتي په ۱۵ ورځو کي، امنيتي ځواکونو ۱۰۰ جنايتکاران، د جنايي جرمونو په تور نيولي او عدلي او قضايي ارگانونو ته يي سپارلي دي. د هغوی زياتره تنکي ځوانان دي.

د کابل د امنيه قوماندانۍ وياند فردوس فرامرز دويچه ويله ته وويل چي د کابل پوليس به خپلي ټولي هلي ځلي وکړي ترڅو په ښار کي د جنايي جرمونو کچه راکمه کړي: «پوليس په يوازي سر نه سي کولای له جنايي جرمونو سره مبارزه وکړي او په کابل کي د جنايي جرمونو د له منځه وړلو او يا هم کمولو له پاره بايد ښاريان، رسنۍ او ديني عالمان له امنيتي ځواکونو سره همکاري وکړي. زياتره نيول سوي مجرمين کوچنيان دي او قانوني سن ته لا نه دي رسيدلي.«

د کابل پوليس وايي چي په تيره يوه مياشت کي يي څه د پاسه ۱۰۰ داسي موټرسايکلونه راټول کړي دي چي قانوني اسناد يي نه درلودل. د پوليسو د معلوماتو پر اساس زياتره جرمونه لکه غلا او ترهگري هغه کسان کوي چي له دغو نقليه وسايلو څخه استفاده کوي.

ځيني کارپوهان په دې باور دي چي د پوليسو لږ کار او په امنيتي حوزو کي اداري فساد هغه دلايل دي چي په ښاري سطحه د جنايي جرمونو د پراخيدو سبب کيږي. هغوی ادعا کوي چي ناامني او وسله والي غلاوي هره ورځ په کابل کي د خلکو ژوند اخلي.

جاويد مالکي په دې باور دی چي د جنايي جرمونو د کمولو له پاره د امنيتي ځواکونو اقدامات کافي نه دي او په عمل کي هغوی پاته راغلي دي: «د امنيتي حوزو آمرين له غلو او جنايتکارانو سره همکاري کوي.»

نوموړی د وسله والو غلاوو د زياتيدو يو علت، وسلو ته د خلکو لاس رسی بولي او ټينگار کوي چي پوليس له خلکو څخه د غيرقانوني وسلو په راټولولو کي پاته راغلي دي.

ټولنيزه فعاله زهرا ناظمي دويچه ويله ته ويلي چي فقر او بيکاري هم د وسله والو غلاوو او نورو جرايمو په زياتوالي کي ونډه لري. ميرمن ناظمي څرگندوي چي د هري ورځي په تيريدو سره، د بې وزلۍ کچه زياتيږي او خلک د خپلو لومړنيو اړتياوو لکه خوراک او پوشاک د پوره کولو له پاره، مجبوريږي چي د غلاوو له لاري خپل ژوند پر مخ بوزي: «په کابل کي د جنايي جرمونو د زياتيدو يو علت بېکاري ده چي د هري ورځي، مياشتي او کال په تيريدو سره زموږ ځوانان بيکاره کيږي او هر کال په زرو ځوانان له پوهنتونونو څخه فارغيږي خو د کار د نشتوالي له امله مجبوريږي په غيرقانوني کارونو لاس پوري کړي.»

په کابل کي د ځانمرگو بريدونو او ککړې هوا ترڅنگ  د جنايي جرمونو زياتيدل د خلکو انديښنې لا پسې زياتي کړي. د کورنيو چارو وزارت اوس د کابل ښاريانو ته وعده ورکړې چي د کابل ښار د امنيت ساتلو له پاره به جدي اقدامات وکړي.

گ.پ/ن.ز/غ.ع