په کابل نښته تر ۲۴ ساعتونو وروسته پای ته ورسېده
۱۳۹۷ آذر ۱۳, سهشنبهد کورنیو چارو وزارت ویاند نصرت رحیمي، د آلمان خبري آژانس ته ویلي دي چې په پیښه کې د یوه خبریال او شپږو پولیسو په ګډون اووه تنه ټپیان شوي هم دي.
د رحیمي په خبره نښته تر هغه وروسته چې تمیم شنصب او ۱۳ ساتونکې یې پولیسو ته تسلیم شول، پای ته ورسیده. زیاته شوې ده چې د تمیم پنځه نور ساتونکې د دوشنبې په ماښام ناوخته پولیسو ته تسلیم شوي ول. تر دې مخکې دغه کس د تمیم وردگ په نوم معرفي شوی وو.
نښته هغه وخت رامنځ ته شوه چې پولیسو په زور د هغه کور چې تمیم شنصب پکې له خپلو ساتونکو سره میشت وو، د تخلیه کولو په موخه سیمې ته ورسیدل. تمیم او ساتونکو یې وسله وال مقاومت وکړ. ویل کیږي چې تمیم شنصب د افغانستان د پخواني دفاع وزیر رحیم وردک ناسکه زوی دی.
د رحیمي په خبره پولیس ځکه د کور تخلیه کولو په موخه سیمې ته تللې ول چې یوه کس په محکمه کې دعوا ګټلې وه چې کور د ده دی خو شنصب پکې په ناقونونه توګه اوسیږي.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان د پخواني دفاع وزیر رحیم وردگ، دفتر ویلي دي چې د رحیم کورنۍ له رامنځ ته شوې تاوتریخوالي سره تړاو نه لري.