په کابل د نوي کال په لومړۍ ورځ چاودنې ۲۹ کسان ووژل
۱۳۹۷ فروردین ۱, چهارشنبهچاودنه په پلازمینه کابل کې د نوي کال په لومړۍ ورځ هغه وخت چې خلکو د نوروز د میلې لمانځنه کوله، د شعیه مسلمانانو یوه زیارت ته څیرمه شوې.
د دې برید مسوولیت د اسلامي دولت نومې ډلې داعش منلی دی. په افغانستان کې زیاتره په اسلامي دولت یا داعش پورې تړلې ډلې پر شعیه مذهبه مسلمانانو باندې بریدونه کوي. د چارواکو په حواله دغه ځانمرګی برید کابل پوهنتون ته څیرمه له یوه زیارت څخه د خلکو د وتلو پر مهال شوی.
په عین وخت کې د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمې د برید په هکله ویلي چې ځانمرګي بریدګر د کابل په کارته سخي سیمه کې د سخي زیارت ته څیرمه ځان ته چاودنه ورکړې. دغه ځای تر دې مخکې هم د یوه برید هدف ګرځیدلی وو.
د عامې ورغتیا د وزارت ویاند ډاکټر وحید مجروح ویلي چې په دې ځانمرګي برید کې د ۲۹ کسانو د وژل کیدو پخلی شوی او ۵۲ تنه نور بیا په روغتونونو کې تر درملنې لاندې دي. د نوموړي په وینا په تلفاتو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي.