1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په ډیجیتلي عصر کي انتخابات د تقلب کیدو له خطر سره

۱۳۹۸ بهمن ۳۰, چهارشنبه

د فیسبوک، تویتراو نورو انترنیټي شبکو څخه په انتخاباتو کي د تقلب د یوې وسیلې په توگه سؤ استفاده کیږي. د مونشن په امنیتي کنفرانس کي په دې هکله بحثونه وسول، چي څنگه کولای سو د انتخاباتو د مهم رُکن، دیموکراسۍ څخه ساتنه وکړو.

https://p.dw.com/p/3XzLb
Armenien wählt ein neues Parlament | Nikol Pashinyan
په ۲۰۱۸ م کال کي د ارمنستان پارلماني انتخاباتانځور: Reuters/Str

نه یوازي د امريکا په متحده ايالاتو کي سږکال انتخابات دایریږي، بلکه د کوفي عنان  بنسټ د محاسبې پراساس په همدې ۲۰۲۰ م کال کي د دنیا په تقریبأ نورو۸۰ هیوادونو کي هم دايريږي. په دغو ټولو کي یوه مهمه خبره مطرح ده او هغه دا چي څنگه سړی کولای سي انتخابات د خارجي قوتونو او یا داخلي علاقه مندیو څخه محفوظ کړي، کوم چي کولای سي د نوي تکنالوژۍ، اجتماعي شبکو او جعلي معلوماتو څخه په لوړه پیمانه استفاده وکړي؟

د کوفي عنان  بنسټ د «په ډیجیتلي عصر کي انتخابات او دیموکراسۍ» په نامه یوه رپوټ کي کوښښ کړی دی، چي دغو سوالونو ته جواب ووايي. دغه رپوټ د مونشن امنیتي کنفرانس ته وړاندي سو، کوم چي د عاجلو اقداماتو د سرته رسولو احساس یې رامنځته کړ. رپوټ تر ټولو دمخه پر«جنوب هیوادونو» باندی تمرکز کړی دی، چي پرمختیايي او د پرمختیا په درشل کي هیوادونه پکښی شامل دي. ځکه چي هلته د انتخاباتو د نتایجو پر مشروعیت باندي اختلافات اکثرأ د نارامیو او حتی خونړیو جنگونو او نښتو سبب کیږي. سربیره پردې په دغو هیوادونو کي تقلب او جعل کاري معمولأ پټه پاتیږي. ځکه چي هلته لږ نظارتي امکانات او مستقل ارگانونه موجود دي.

 

افریقا د یوه تجربوي براعظم په حیث

ددغه رپوټ د ارائه کولو پر وخت د استونیا جمهوررييس، توماس هېندریک الویس هم حاضر ؤ، چي هیواد یې په ډیجیتلي برخه کي د خارجي نفوذ قایمولو او خارجي قواوو د حملو ډیري تجربې لري. په ۲۰۰۷ م کال کي په یوه لویه هکري حمله کي نژدې ؤ، چي دغه ډیجیتلي هیواد کاملأ فلج سي. دغه سایبري حمله د دولتي ارگانونو پرضد، لکه د استونیا پارلمان، جمهوررييس، وزارتخانو، بانکونو او رسنیو پرضد ترسره سوې وه. په ۲۰۰۹ م کال کي د روسیې حکومت ته نژدې د ځوانانو د سازمان یوه فعاله ددغي حملې مسؤلیت پرغاړه واخیست. 

Toomas Hendrik Ilves
د استونیا جمهوررييس، توماس هېندریک الویسانځور: DW

الویس د المان ږغ سره په خبرو کي د «کمبریج انالیکا» څخه نوم واخیست، چي د معلوماتو د ارزیابۍ او تحلیل بدنامه شرکت دی. دغه شرکت په ۲۰۱۶ م کال کي نه یوازي د اروپا د اتحادیې څخه  د بریتانیا د وتلو په ریفرنډم او د امريکا متحده ايالاتو د جمهوري ریاست انتخاباتو ته د دونالد ترمپ په کاندیدو کي مهم رول درلودی، بلکه د الویس په خبره هغه تردې دمخه د جنوب په مختلفو هیوادونو کي فعاله ؤ، چي د خپلو مشتریانو لپاره انتخاباتي تقلب پر مخ بوزي.

د رپوټونو پراساس دغه ډول جعل کارۍ په ۲۰۱۳ او په ۲۰۱۷ مو کلنو کي د کینیا د انتخاباتي مبازې په جریان کي موجودي وې. د الویس په خبره، کله چي هغوی ولیدل، چي دغه کار نتیجه ورکوي، نو دغه میتود یې د اتلانتیک په دواړو خواوو(اروپا او شمالي امریکا) کي په کار واچاوه.

Kenia - erneute Wahlen
په ۲۰۱۷ م کال کي د کینیا پارلماني انتخاباتانځور: Reuters/S. Modola

پارلمانونه او سیاستمداران باید په عمل لاس پوري کړي

د کوفي عنان د بنسټ په دغه رپوټ کي د انتخاباتو څخه د ساتني او حفاظې ۱۳ پیشنهاده راغلي دي، کوم چي د دیموکراسۍ اصلي رُکن دی. یو ددغو پیشنهادونو څخه دادی، چي د کاندیدانو او حزبونو څخه وغوښتل سي، چي په خپلو انتخاباتي مبازو کي د جعل کارۍ او تقلب د میتود څخه استفاده ونه کړي او په دې کار باندی مکلف سي: داسي چي د هیڅ نوع غلا سوو موادو او جعلي تصاویرو څخه کار وانه خلي.

پارلمانونه هم باید عمل وکړي: دوی باید دا توضیح کړي، چي سیاسي تبلیغات اصلأ څه شي دي، د رسنیو او اجتماعي شبکو مسؤلین مجبوره کړي، چي د سیاسي تبلیغاتو د فرمایش ورکونکو په هکله پراخ او هراړخیزه معلومات راټول کړي. سربیره پردې دغه شبکې پخپله باید شفاف عمل وکړي، ارقام او معلومات علمي مؤسسو او مدني ټولنو ته په اختیار کي ورکړي. هغوی تر ټولو دمخه باید د انټرنیت او اجتماعي شبکو کارونکو ته دا امکان ورکړي، چي سیاسي تبلیغات اصلأ رد کړي.

Deutschland Berlin Löschzentrum von Facebook
په برلین کي د فیس بوک مرکز، چي په لسهاوو غلط بانکي حسابونه او نور شیان یې بند کړي ديانځور: picture-alliance/dpa/S. Stache

د اداري ارگانو سره د اجتماعي شبکو همکاري

د فیسبوک د امنیتي مسایلو پخوانئ رییس او د سټاند فورد پوهنتون استاد او همدارنگه ددغه رپوټ یو لیکونکئ، الکس ستاموس په انتخاباتو کي د دولتي ادارو او اجتماعي شبکو ترمنځ د مثبتي همکارۍ څخه خبره کړې ده. په خبره یې په ۲۰۱۷ م کال کي د جرمني د پارلماني انتخاباتو پرمهال فیسبوک د معلوماتي تکنالوژۍ د امنیتي فدرالي ادارې سره گډه همکاري درلوده. هغه وخت فیسبوک په زرهاوو جعلي بانکي حسابونه وتړل، کوم چي د غلطو اطلاعاتو د نشرولو په خاطر ورڅخه استفاده کیدله.