1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په چين کې چاودنې مرګ ژوبله اړولې

۱۴۰۰ دی ۱۸, شنبه

د چين په سويل لويديځ کې د ګازو له کبله رامنځ ته شوې یوې چاودنې د چارواکو په خبره لږ تر لږه ۱۶ تنه وژلي او ګڼ شمیر نو ټپیان دي. د چاودنې د شدت له کبله د پیښې سیمې شاوخوا ودانیو ته هم زیان اوښتی دی.

https://p.dw.com/p/45IL2
Explosion in Kantine in China
انځور: Xinhua/dpa/picture alliance

د چین په سویل لویديځ کې د ګازو له کبله د یوې زوروې چاودنې په پایله کې لږ تر لږه ۱۶ کسان وژل شوي دي. د چاودنې له کبله د پیښې په سیمه کې شاوخوا ودانیو ته هم زیان اوښتی دی. د اپارتمان ټولې کړکۍ ماتې شوې او چاودنه »ډېره ډارونکې« وه، دغه خبره يوې ښځې د فونيکس ټي وي دولتي تلويزيوني چېنل ته وکړه. تر دې لږ وړاندې د وولونګ د سيمه يزې ادارې طعام خونه، چې د ميليوني ښار چونګ چينګ څنډې پرته يوه ناحيه ده، د چاودنې له لارې بشپړه ويجاړه شوې وه.

د چاودنې د شدت له کبله د دولتي خبري اژانس شينهوا په حواله لږ تر لږه ۱۶ تنه ووژل شول. له لسو ټپيانو څخه چې له کنډوالو وژغورل شول، يو تن د مرګ خطر ګواښي.

د غرمې دمې پر وخت مړينه

په قربانيانو او ټپي شوو کسانو کې د شيهوا په حواله د وولونګ د ګاونډ د کميټې ۲۶ غړي شامل دي چې د ګوند تګلاره په ټيټه سطح پلې کوي. د ناورين پر مهال هغوی په طعام خونه کې ډوډۍ ته سره ناست وو.

Explosion in Kantine in China
د چاودنې له کبله ويجاړه شوې طعام خونهانځور: Huang Wei/Xinhua via AP/picture alliance

د شينهوا په عکسونو او ويډيوګانو کې ژغورونکي ځواکونه ليدل کيږي چې نارنجي رنګه لباس يې اغوستی او خولۍ يې په سر کړي دي. هغوی د څراغونو په مرسته په نړېدلې ودانۍ کې په خلکو پسې ګرځي. د سي سي ټي وي په نامه د چین دولتي تلويزوني چېنل انځورونه چې په آنلاين شبکو کې خپاره شوي، ښيی چې له نړېدلې ودانۍ څخه لوګی او دوړې پورته کيږي. چارواکو د چاودنې د دليل په هکله پلټنې پيل کړې دي.

په چين کې د کمزورو امنيتي تدابيرو او لږ کنترول له کبله ګازي چاودنې وخت نا وخت پېښيږي. د همدې تیر میلادي کال په جولای مياشت کې د چين په مرکزي ولايت هوبای کې په يوه استوګنځي کې د چاودنې له کبله ۲۵ تنه وژل شوي ول. په اکتوبر کې بيا لږ تر لږه څلور تنه د چين په شمال ختيځ په شېنيانګ ښار کې د داسې ورته چاودنې له امله مړه شول چې په یاده پیښه کې ۵۰ تنه نور ټپيان هم شول.