1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونه

په څرخي الوتکه کې له زندانه تښتېدلی و نيول شو

۱۳۹۷ مهر ۱۱, چهارشنبه

په فرانسه کې له یوه زندانه د رضوان فاید ډراماتيکي تیښتې یوازې څو دقیقي وخت ونیو. تحقیق کوونکي په درو میاشتو کې وتوانیدل چې دغه مشهور جنایي مجرم بیرته ونیسي.

https://p.dw.com/p/35v0J
Frankreich Flucht Redoine Faid aus Haftanstalt in Reau
انځور: picture-alliance/MAXPPP/J.-N. Guillo

د فرانسې د چارواکو په حواله، فاید د پاریس د اطرافو په یوه سیمه کې د شپې نیول شوی دی. ويل شوي دي چې پولیسو درې نور کسان هم نیولي دي، چې یو پکښې د فاید ورور دی. وسلې هم نیول شوي دي. د چارواکو په وینا د دغو عملیاتو په ترڅ کې کومه بله پيښه نه ده رامنځ ته شوې.

فاید د روان کال په اپریل میاشت کې د غلا په يوه پيښه کې چې یو کس پکښې وژل شوی وو، په ۲۵ کاله بند محکوم شو. هغه د جولای مياشتي پر لومړۍ نیټه د پاریس په سویل ختیځ کې د ریو سیمي له یوه زندانه تښتیدلی وو. خو له زندانه د هغه تېښته د فيلم د يوې صحنې په شان وه: د هغه ملګري چې په وسلو سمبال ول په یوه تښتول شوي الوتکه کې د زندان انګړ ته ورغلل. هغوی هلته داسي دودي بمونه استعمال کړل چې څوک يې حرکات و نه ويني. هغوی بيا وروسته د اوسپني په ارې سره د ملاقات د خونې دروازه اره کړه. په دغه وخت کې فايد له خپل ورور سره یوازي د ملاقات په خونه کې وو. دوی فايد له هغه ځايه راويست او په الوتکه کي يې له زندانه وتښتاوه.

Redoine Faid
رضوان فاید، چې له زندانه په څرخي الوتکه کې تښتیدلی ووانځور: picture-alliance/MAXPPP/O. Arandel

د جولای میاشتي په نیمایي کې پولیسو د پاريس په شمال کي نزدې دغه ۴۳ کلن مجرم کابو نیولی وو، خو تر وتښتېد. فاید په ۲۰۱۳م کال کې هم له یوه زندانه چې ټینګ امنیت یې نیول کيږي په تیښته بریالی شوی وو. فاید هغه مهال څلور ساتونکي برمته نیولي ول.

فاید چې جزایرالاصله فرانسوی دی په یو شمیر وسله والو غلاوو کې تر تورن پيزندلو وروسته څو وارې بندي شوی دی. په ۹۰یمه لسیزه کې فاید په پاریس کې د غلو یو باند چلاوه. په ۱۹۹۷م کال کې پر هغه باندي د غلا تورنه ول او درې کاله یي په سویس او اسرائیل کې په تیښته تیر کړل.

په ۲۰۱۳م کال د فرانسې په شمال کې له یوه زاندانه تر تيښتې شپږ اوونۍ وروسته هغه بیرته ونیول شو. انټرپول پولیسو داسې شواهد موندلي ول چې هغه د جعلي اسنادو د جوړولو هڅه کړې وه، څو يووار بیا اسرائیل ته وتښتي.