1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پيښور کې د پوليسو يو لوړپوړی افسر وژل شوی

۱۳۹۸ آبان ۲۳, پنجشنبه

د پاکستان پوليس ويلي دي د پوليسو پر يوه موټر د وسلوالو کسانو په بريد کې د پوليسو يو لوړ رتبه افسر وژل شوی او موټر چلونکی يې ټپي دی. وژل شوی افسر د تروريزم پر وړاندې د مبارزې پوليسو يو لوړپوړی چارواکی ښوول شوی.

https://p.dw.com/p/3Syx3
Pakistan Anschlag auf Polizeischule
آرشيفانځور: picture-alliance/dpa/J. Taraqai

د اسوشتيد پريس خبري آژانس د پيښور د پوليسو د مشر ظهور بابر آفريدي په حواله خبر ورکړی چې د پوليسو مرستيال مشر غني خان په يوه بريد کې وژل شوی دی. آفريدي زياته کړې چې غني د پنجشنبې په ورځ  له ښار څخه بهر په يوه سيمه کې وژل شوی دی.

په رپوټ کې ويل شوي چې په دغه پيښه کې يو کس چې د بريد پر وخت، د حملې له ځایه د تيريدو په حال کې وو، هم ټپي شو دی. بريدګر په تیښته بريالی شوي دی.

تر اوسه پورې د دغې پيښې مسئوليت چا پر غاړه نه دی اخيستی او نه يم هم د بريد انګيزه روښانه ده. خو د  وژل شوي افسر په اړه ويل شوي چې هغه په ورستيو کلونو کې د اورپکو پر پټنځايونو باندې ډيرې چاپې وهلي دي.

خيبر پښتونخواه ايالت او د افغانستان او پاکستان تر منځ قبايلې سیمې په ورستيو کلونو ډيری وخت د وسلوالو بريدونو شاهدې پاتې شوي دي. په دغې سيمه کې د اکثرو ترسره شوو بريدونو مسئوليت پاکستاني طالبانو په غاړه اخيستی دی.