په پولنډ کې خنځیرانو خپل خاوند خوړلی دی
۱۳۹۸ دی ۲۸, شنبهد پولنډي رسنیو په حواله د لوپِن په سیمه کې یو بزګر د خپلو ساتل شویو خنځیرانو له خوا خوړل شوی دی. پيښه هغه وخت روښانه شوه کله چې یوه اونۍ مخکې یو ګانډي یې کور ته د لیدو له پاره ورغلی وو. دغه بزګر د نوي کال د پیل راهیسې چا نه وو لیدلی.
د رسنیو په حواله د مړي د جسد د پاتې شونو تر ارزونې وروسته معلومه شوې ده چې هغه څارویو خوړلی دی، ځکه د دغه کس د بدن ټولې نرمې برخې یې خوړلې وې. دا واضحه نه ده چې آیا هغه ژوندی وو چې خنځیرانو خوړلی دی او که تر مړينې وروسته یي ورته جسد خوړلی دی.
د چارواکو په خبره د بزګر د مړينې یا وژل کیدو علت نه دی روښانه شوی، خو دا معلومه شوې چې خنځیرانو د دغه کس غوښې خوړلي دي.
د لوپِن د سیمه ایز څارنوال په حواله احتمالاً خنځیزانو دغه بزګر د دسمبر میاشتې د ۳۱ او جنورۍ میاشتې د ۸ نیټې په منځ موده کې خوړلی وي. دا هم ویل شوي دي چې امکان لري پر بزګر د زړه حمله راغلې وې او یا هغه بی هوشه شوی وي کله چې خنځیرانو پری حمله کړې.
دا چې د بزګر جسد له منځه تللی دی نو د عدلي طب له پاره حقایقو ته رسیدل ستونزمن کار دی او له همدې امله څارنوالۍ د دغه کس دوسیه تړلې ده. د سیمه ایزو رسنیو په حواله د دغو خنځیرانو د وژلو پریکړه شوې ده، تر څو د دغو خنځیرانو غوښه انسانان ونه خوري، کوم چې د یوه بل انسان غوښه یي خوړلې ده.
آژانسونه/ش.ن/ق.ن