1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پولند کي د نازيانو د وخت په جواهراتو بار اورگاډی کشف سوی

۱۳۹۴ شهریور ۱۰, سه‌شنبه

ويل کيږي په پولند کي داسي اورکاډی موندل سوی چي له جواهراتو ډک دی او د نازيانو په وخت کي ورک سوی وو. د دغه خبر له خپرېدو سره سم دغي سيمي ته د سيلانيانو او خزانو موندونکو بهير ور مات سوی دی.

https://p.dw.com/p/1GOp9
انځور: Getty Images/AFP/J. Skarzynski

يوازي د دغه خبر خپرېدل کافي ول چي له ټولي نړۍ څخه خبريالان، سيلانیان، د تاريخي اثارو خوښوونکي او انتيک خرڅونکي دغي سيمي ته ورسي.

په پولند کي تر مځکي لاندي داسي زره پوښ اورگاډی کشف سوی چي له جواهراتو ډک دئ او په نازي آلمان پوري ئې اړه لرله. اورگاډی لا تر اوسه له مځکي را ايستل سوی نه دئ.

خبره هغه مهال غټه سوه چي دوو تنو خزانه پيدا کوونکو د خپل وکيل له لاري د موندل سوې خزانې انځورونه خپاره کړل او ادعا ئې وگړه چي په جواهراتو بار اورگاډی ئې موندلی دئ.

پر دې اساس نو هغه اورگاډی چي د «سروزرو په اورگاډي» مشهور سوی او نژدې ۱۰۰ متره اوږدوالی لري د پولند په لوېديځ «والب ژيخ» (په آلماني: والدنبورگ) ښار تر مځکي لاندي کشف سوی دئ.

دغو دوو کسانو ويلي دي چي اورگاډی په گرانو فلزاتو، قيمتي ډبرو او صنعتي موادو بار دي. د پولند چارواکو تائيد کړې ده چي په دغه سیمي کي تر مځکي لاني يو اورگاډی چي د نازيانو په وخت پوري اړه لري سته.

ويل کيږي چي د دوهمي نړيوالي جگړې په وروستيو ورځو کي په جواهراتو بار د نازيانو يو اورگاډی په دغه سیمه کي په يوه تونل کي تري تم سو. په دې اړه د يوه سپين ږيري له خبرو پرته چي اوس مړ دی نور معلومات موجود نه ول.

د پولند د کلتور وزارت مرستيال چي د دغه اورگاډي د کشف احتمالي خبر ئې تائيد کړی، ويلي دي هغه سړی چي د مرگ پر بستر پروت وو، ويلي دي چي د نازيانو په وخت کي ئې د دغه اورگاډي په پټولو کي مرسته کړې ده. په دې اړه نور معلومات نسته.

د پولند د کلتور وزارت مرستيال ويلي دي چي په سلو کي ۹۹ سلنه ډاډه دی چي په «والب ژيخ» ښار کي د نازيانو د وخت اورگاډی موندل سوی دئ. هغه ويلي دي چي انځورونه ئې ليدلي دي او د مځکي په تل کي ښکاري چي زره پوښ اورگاډی سته.

د پولند رسنۍ وايي چي د دې خبر له خپرېدو سره سم په سيمه کي سيلانيان او د دباندنيو رسنيو خبريالان ډېر سوي دي.