1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پورونو کې ډوب پاکستان د پیسو مرسته غوښتې

۱۳۹۷ مهر ۱۷, سه‌شنبه

پاکستان چې په مخ پر زیاتیدونکي ډول له مالي کړکيچ او بهرنیو اسعارو له کمښت سره مخامخ دی، د پیسو له نړیوال سازمانه د مالي مرستي غوښتنه کوي. پاکستان له۱۹۸۰م کال راهیسې دغه راز مرستې ترلاسه کوي.

https://p.dw.com/p/36D3W
Pakistan Währung Wechsel Dollar Rupien Geldscheine
انځور: picture-alliance/dpa/A.Gulfam

ټاکل شوې ده چې د پاکستان حکومتي چارواکي به د مالي مرستو له دغه نړیوال سازمان سره د مرستو د یوې بستې د نهايي کولو له پاره د روانې میاشتې په ترڅ کې مذاکرات پیل کړي. د پاکستان د مالیې وزیر اسد عمر د دوشنبې په ورځ ناوخته د دغې موضوع په څرګندولو سره د مالي مرستې د دقیقې کچې یادونه ونه کړه خو زیاته یې کړه چې تمه ده د روانې میاشتې په پای ته رسیدو سره به په دې هکله هوکړه وشي.

د پیسو له نړیوال سازمان یا «آی. ایم. ایف» څخه د مالي مرستو د ترلاسه کولو په هکله د پاکستان ځايي رسنیو رپوټ ورکړي چې ښايي پاکستان به د ۷ او۱۰میلیاردو ډالرو په شاوخوا کې د مالي مرستو غوښتنه وکړي. د پاکستان د معلوماتو وزیر فواد چوهدري وویل چې د پاکستان د بودیجې کسر یعنې د مصارفو او د عاید توپیر له ۶،۶ فیصده څخه اوښتی دی.

Symbolbild Polen Dollar IWF

سربیره پر دې د پاکستان د وارداتو او صادراتو په کچه کې هم د پام وړ تغیر راغلي چې له امله یې دغه هیواد په میاشتني ډول له ۲ میلیارده ډالرو سوداګریز کسر سره لاس او ګریوان دی. دا په دې معنی ده چې د پاکستان واردات تر صادراتو ډیر دي چې له امله یې دغه هیواد له مالي ستونزو سره لاس او ګریوان شوی دی.

د پاکستان د معلوماتو وزیر چوهدري همدا راز زیاته کړه چې دغو حقیقتونو ته په کتو سره موږ اړ شوي یو چې ګڼ اړخیزو مالي مرسته کوونکي په پام کې ونیسو څو په یو وار له دغه ستونزو هیواد خلاص کړو.

Pakistan Imran Khan und Tehreek-i-Insaf-Sprecher Fawad Chaudhry
انځور: AFP/Getty Images

د پاکستان د ماليې وزیر په حواله د پیسو نړیوال سازمان ته د پاکستان له لوري مراجعه وروسته له هغې کیږي چې د دې هیواد متحدینو سعودي عربستان او چین د پاکستان له پاره اقتصادي مرستې او د دوه اړخیزو پورونو وړاندیزونه رد کړل.

په عین حال کې د اقتصادي چارو کارپوهانو پاکستان ته لارښونه کړې ده چې ناخالصو داخلي عوایدو او ماليې تناسب لوړ کړي. اوسمهال په پاکستان کې پر داخلي ناخالصو عوایدو ۱۱ سلنه مالیه وضع شوې ده خو د اقتصادي چارو کارپوهانو وړاندیز کړی چې دغه کچه دې لږ تر لږه ۲۰ سلنې ته لوړه شي څو د دې هیواد رنځور اقتصادي حالت د ښه والي لوري ته سوق شي.

پاکستان له ۱۹۸۰م کال راهیسې د پیسو له نړیوال سازمان یا «آی. ایم. ایف» څخه د مالي مرسته غوښتنه کوي. د پاکستان د مالیې پخواني وزیر شوکت ترین په دې هکله وویل چې د پاکستان نوی حکومت به د پیسو له نړیوال سازمان څخه د مرستو په غوښتلو سره خپل ښه نوم خراب کړي خو زیاتوي چې له دې پرته پاکستان بله لار نه لري.