په پاکستان کې یو افغان دیپلومات ووژل شو
۱۳۹۵ بهمن ۱۸, دوشنبهد پولیسو ځایي چارواکي ساقب اسماعیل، ویلي دي چې د کونسلگري دریم سکرتر د یوه ساتونکي له خوا ویشتل شوی دی. دغه ساتونکی اوس پولیسو نیولی دی.
اسماعیل زیاته کړې: «دغه افغان ساتونکي څو ډزي وکړې.لا تر اوسه پوري د وژنې تر شا لامل روښانه نه دی.»
د پوليسو يوه بل چارواکي جنرال آزاد خان خبريالانو ته ويلي دي چي پېښه کېدای سي د شخصي اختلافاتو له کبله رامنځ ته شوې وي. هغه زیاته کړې ده: «ساتونکي چې رحمت الله نومیده، پر یوه ټیټ پوړي دیپلومات چې محمد ذکي عبده، نومیده ډزې وکړې او هغه یې ځای پر ځای وواژه. یو بل دیپلومات هم ټپي شوی.»
دغه پېښه په پاکستان کي د افغانستان سفير محمد عمر زاخيلوال هم تائيد کړې ده او پخپله فېسبوک پاڼه کي ئې لیکلي: «د افغانستان په کراچۍ ښار کي د افغانستان په کونسلگرۍ کي د ۱۲ بجو او ۳۰ دقيقو په شاوخوا کي ډزي د يوه افغان ساتونکي له خوا شوي دي او په پايله کي ئې يو افغاان ديپلومات وژل شوي دئ.»
هغه زیاته کړې ده: «داسي ښکاري چي دا يوه شخصي شخړه او جنايي عمل وي.»