1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې ښایي د برق بیه نوره هم لوړې شي

۱۳۹۸ تیر ۱۸, سه‌شنبه

نړیوال وجهي صندوق (آی ام اف) ویلي دي چې په راتلونکو ورځو کې د پاکستان حکومت د برق بیې او د مالیې عایدات لوړوي.

https://p.dw.com/p/3Lo7H
Pakistan Währung Wechsel Dollar Rupien Geldscheine
انځور: picture-alliance/dpa/A.Gulfam

په پاکستان کې له تیر کال راهیسې د بیو لوړیدو خلک تر فشار لاندې راوستي دي. نړیوال وجهي صندوق ویلي دي چې ښایي تمايل نور هم زیات شي ځکه چې له خلکو څخه په بیلا بیلو برخو کې د مالیې په ترڅ کې پیسه تر لاسه کړای شي او خلکو ته په ورکړل شوو مراعاتو کې کمی باید راوستل شي.

آی ام اف د پاکستان په هکله په خپل تازه رپوټ کې ویلي دي چې دغه تدابیر د پاکستان د حکومت او آی ام اف ترمنځ د درې کلن تړون مهمه برخه ده، چې له مخې یې پاکستان ته شپږ میلیارده ډالر پور ورکول کیږي.

د پاکستان له پاره د آی ام اف، جګپوړي چارواکي ارنیسټو رامیریزریګو، په خبره د نړیوال وجهي صندوق له لوري پاکستان ته ورکړل شوي هدفونه ډیر سخت دي، خو لومړي وزیر عمران خان هغې ته د پابند پاتې کیدو ژمنه کړې ده.

د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۹ کال د جولای ۸مه) هغه له پاکستاني خبریالانو سره په تلفوني کانفرانس کې وویل که چیرې پاکستان د آی ام اف له لوري پر ښوول شوو لارو عمل وکړي نو د خپلو پورنو د بوج پورته کولو جوګه به شي. خو هغه په عین وخت کې خبرداری ورکړی چې د دې له پاره باید د پاکستان حکومت د مالیاتو په برخه کې سختې پریکړي وکړي، چې د مالیاتو د عاید لوړول پکې لومړیتوب دی.

په پاکستان کې انتقاد کوونکي پر دې آند دي چې په سخت اقتصادي وضعیت کې حکومتي پریکړې د بې وزلې او بې روګارۍ سبب ګرځي.

د پاکستان د اپوزیسیون په وینا حکومت د شتمنو او مراعاتو ترلاسه کوونکي قشر له پاره د مالیاتو د بښلو پروژه وړاندې کړه او په متوسط او بې وزله قشر لا زیات فشار راوستل شو. ځیني شنونکي په دې آند دي چې حکومت د ولس د هوساینې او ښه والې په برخه کې لګښتونه کموي، نو په کار ده چې د پوځ په غیر ضروري لګښتونو کې د پام وړ کمي په هکله هم غور وکړي.

آی ام اف ویلي دي چې حکومت د پې آی اې، سټیل ملز او پاکستان ریلوې په څیر د ملي دولتي ادارو د خصوصي کولو پر سر هم توافق کړی دی. د نړیوال وجهي صندوق په وینا که چیرې پاکستان د دوی له لوري ښوول شوو اصلاحاتو باندې عمل وکړي نو له نورو هیوادونو هم د میلیاردونو ډالرو پور تر لاسه کولی شي، خو په خبره یې د دې له پاره د پالیسې پر تسلسل او پر هغې عمل کول اړین دي.

(ش ج، ا ا) س.ر/ا.ا

زموږ له آرشیف څخه: