1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې په اچ آی وي وايرس اخته ښځه چا وژلې ده؟

۱۳۹۸ خرداد ۹, پنجشنبه

د پاکستان پوليسو ويلي دي چې هغه سړی یې نيولی دی چې خپله میرمن چې په HIV وايرس اخته وه وژلې او بيا یې د هغې مړی په یوه ونه پورې ځوړند کړی وو.

https://p.dw.com/p/3JUaQ
Global 3000 - Ehrenmord Pakistan
انځور: ZDF

دا پېښه د پاکستان د سند ایالت په شکار پور ښار کې رامنځته شوې ده. شکار پور له لاړکانه ښار څخه چېرته چې په دغه وایرس د يوې وبا په څېر خپور شوی دی، په شمال لويدیځ کې د ۷۵ کيلومترو په واټن کې پروت دی. په لاړکانه ښار کې د ايډز د وایرس د خپريدو  قضيه هغه وخت روښانه شوه کله چې خلک روغتونو ته د وينې د معاينې له پاره ورغلي ول.

د سيمه ایزو پوليسو مشر ساجد سيدوزی وويل چې په دې وروستيو کې معلومه شوې وه چې دغه ښځه په HIV وايرس اخته ده او ميړه یې پرې د يوه بل سړي سره د جنسي اړيکو درلودو شک کړی وو.

پوليسو په تيره موده کې يو ډاکتر نيولی وو چې شک ورباندې کيده چې په لاړکانه کې یې ښايي قصداً دغه وایرس خپور کړی وي. په لاړکانه کې د ۲۰۱۷م کال راهېسې په HIV وايرس د اخته کيدو ۲۳۰۰۰ قضيې ثبت شوي دي.

د لاړکانه روغتیایي چارواکو ویلي دي چې په وروستیو اوونیو کې په دې ځای کې تر۴۰۰ ډیر کسان چې ډیری یې ماشومان دي، په HIV وایروس اخته شوي دي.

دغه چارواکي په عین حال کې په پاکستان کې په HIV وایرس د اخته کسانو شمیر د زیاتیدو ګواښ هم کوي او وایي چې ډیر وخت دغه وایرس د جعلي ډاکټرانو له خوا د ناپاکو طبي الاتو د استعمال له کبله خپریږي.

د لاړکانه د وسایو په نوم کلی کې د وايرس د خپريدو ډېر پېښې ثبت شوي دي. په دې کلي کې چې ډیر ناداره هم دي، د دغه وایرس د خپریدو له کبله ویره او غوسه ډیره زیاته شوې ده. چارواکي وایي چې په دې سیمه کې د HIV وایرس یا د یوه ځايي روغتیایي کارکوونکو د بې احتیاطي او یا هم ناوړه اهدافو له کبله خپور شوی دی.

b.s/s.r (AP)