1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

+++ په پاکستان کې پارلماني ټاکنې په ژوندۍ بڼه+++

۱۳۹۷ مرداد ۳, چهارشنبه

په پاکستان کې د ۲۰۱۸م کال پارلماني ټاکنې پیل شوي دي. خلک د پارلمان او ایالتي پارلمانونو استازي ټاکي. په ټاکنو کې ۱۰۵،۹۵ میلیونه خلک د رای ورکولو مستحق دي. په ټوله کې د رای ورکولو ۸۵ زره مرکزونه جوړ شوي دي.

https://p.dw.com/p/322OA
Pakistan Parlamentswahlen
انځور: Getty Images/AFP/A. Qureshi

۱۰:۰۸ د فرانسې خبري آژانس په حواله د پاکستان حاکم ګوند یعنې د مسلم لیګ نواز ګوند ویلي چې د ټاکنو پایلې به په احتمالي توګه ونه مني. د مسلم لیګ نوازشریف ګوند اوسني مشر او د نواز شریف ورور شهباز شریف په لاهور کې د یوې خبرې ناستې په ترڅ کې ویلي چې په دې ټاکنو کې فساد دومره پراخ وو چې هر څوک ژړوي. 

۱۰:۰۱ د یادولو وړ ده چې د پاکستان د ټاکنو لومړنۍ پایلې ناتائید شوي دي او د پاکستان د انتخاباتو د کمیسیون رسمي شمیرې به له دې شمیرو  سره توپیر ولري. موږ به په دې هکله سبا ورځ یعنې د جولای میاشتې په ۲۶ نیټه تازه حال له تاسې سره شریک کړو. 

۰۹:۳۴ د جیو نیوز په حواله عمران خان د نوي لومړي وزیر موقف ته نږدې دی. د ځايي رسنیو په حواله عمران خان به اوس د ائتلافي حکومت په فکر کې وي. شهباز شریف چې د مسلم لیګ نواز غړی او د نوازشریف ورور دی، وايي چې په ټاکنو کې د لاس وهنې ګڼ شمیر شکایتونه دوی ته رسیدلي. 

۰۹:۳۰ د پاکستان په ځايي رسنیو کې لیدل کیږي چې د تحریک انصاف ګوند پلویان خپله بریا لمانځي. په عین وخت کې ځینو سیاسي ګوندونو ویلي چې دوی د ټاکنو پایلې نه مني او غواړي د ټولو سیاسي ګوندونو یوه ګډه ناسته راوبلي. 

Pakistan Shabaz Sharif
انځور: picture alliance/dpaEPA/PMLN

۰۹:۲۰ د جیو نیزو تلویزیون په حواله ناتائید شوي معلومات ښيي چې عمران خان د پاکستان په ولسي جرګه کې ۱۰۹ څوکۍ ګټلې او په دوهم ځای کې د مسلم لیګ نوازشریف ګوند دی چې ۶۹ څوکۍ ګټلي دي. په دریم مقام کې د پاکستان د خلکو ګوند یا د زرداري ګوند دی چ ې ۳۷ څوکۍ یې ګټلې دي. 

Pakistan Wahlkampagne in Karaschi
انځور: DW/R. Saeed

۰۸:۴۰ په پاکستان کې د جیو نیوز د معلوماتو له مخې ناتائید شوي معلومات ښيي چې د عمران خان ګوند له نورو ګوندونو مخکښ دی. 

۰۷:۲۴ د پاکستان په ټاکنو کې ځینو سیاسي ګوندونو د لاسوهنې تورونه پورې کړي. د مسلم لیګ نواز د ګوند د چارواکو په وینا د رایې اچونې له ځینو مرکزونو څخه د دوی څارونکي ایستل شوي دي. 

۰۴:۵۲ په پاکستان کې د پارلماني ټاکنو د رایو شمیرنې بهیر پیل شوی دی. د لومړنیو پایلو له مخې د عمران خان ګوند د دې هیواد په پارلمان کې تر نورو ګوندونو ډیرې څوکۍ ترلاسه کړي دي. ټاکل شوې چې رسمي نتایج به د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون اعلان کړي. 

۰۳:۲۰: د پاکستان د انتخاباتو کمیسیون د رایې اچونې د مرکزونو تر تړولو وروسته، هغو کسانو ته د رایې اچونې اجازه ورکړې چې د رایې اچونې د مرکزونو په داخل کې دي. 

۰۳:۲۰ د پاکستان د ځایي رسنیو د رپوټونو له مخې د رای اچونې مرکزونه تړل شوي دي او د رایو شمیرل پیل شوي دي. اټکل کیږي چې لومړنۍ پایلې به د سیمي په وخت د ماښام په اوو بجو تر لاسه شي.

۰۳:۱۴ په پاکستان کې د رایې اچوونې مرکزونه وتړل شول. د پاکستان د انتخاباتو د کمیسیون د معلوماتو له مخې د ټاکنو لومړنۍ پایلې به په ځايي وخت ۷ بجې خپرې شي. د پاکستان په دغو ټاکنو کې د رایې اچوونې په شرایطو د برابر کسانو شمیر ۱۰۵،۹۵ میلیونه ښوول شوی دی. نن ورځ په ټول پاکستان کې د رایې اچوونې ۸۵ زره مرکزونه پرانیستل شوي وو. 

۱۲:۵۰ په پاکستان کې د اروپایي اتحادیي د ټاکنو د څارونکي پلاوي مشر مایکل ګیلر، په کویټه کې ځانمرګی برید غندلی دی. د هغه په خبره د اروپایي اتحادیې ۱۲۰ څارونکي په ټول پاکستان کې د رای ورکونې په څلویښتو مرکزونو کې موجود دي. خو دغه پلاوی په بلوچستان ایالت کې د خراب امنیتي وضعیت له کبله د ټاکنو څارنه نه شي کولی.

۱۲:۳۰ د پاکستان د ټاکنو کمیسیون د مسلم لیګ (ن) ګوند له لوري د رای ورکولو د مرکزونو د پرانیستنې د وخت د زیاتیدو غوښتنه رد کړې ده. د ټاکنو د کمیسیون په وینا د رای ورکولو مرکزونه به د پخواني وخت یعنې د سیمې په وخت د مازیګر تر شپږو بجو پرانیستي وي.

۱۱:۱۰ د پاکستان د پخواني لومړي وزیر نواز شریف، مور د لاهور په اسلامیه کالج ریلوې روډ، کې جوړ شوي رای اچونې مرکز کې خپله رای وکاروله. نواز شریف دا مهال په زندان کې دی.

۱۰:۳۰ د پاکستان په ټولټاکنو کې په کراچۍ کې هم د رای ورکولو لړۍ روانه ده. ځینې رای ورکوونکو شکایت کوي چې د رای ورکولو په مرکزونو کې په موجودو لیستونو کې د دوی نومونه نه شته. د دویچه ویله د ځای خبریال په وینا په لاهور کې پر سختې ګرمۍ سربیره هم خلک د رای ورکولوو مرکزونو ته ورروان دي.

۱۰:۰۰ ترهګرې ډلې داعش په کویټه کې د ځانمرګي د تر سره کیدو مسوولیت پر غاړه اخسیتی دی. د دغې تندلارې ډلې خبري آژانس اعماق، ویلي دي چې د دوی یوه ځانمرګي بریدګر په کویټه کې د رای ورکولو یو مرکز په نخښه کړی دی. په عین وخت کې په چاودنه کې د وژل شوو کسانو شمیر ۳۱ تنو ته لوړ شوی دی. 

۹:۰۰ د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان، هم خپله رای وکاروله. هغه له رسنیو سره په خبرو کې وویل چې پاکستانی ولس چې هر چاته رای ورکوي، باید له خپلو کورونو راووځي ځکه چې د وګړي په توګه رای ورکول یې مسوولیت دی.

۸:۴۶ بجې. په ټولنیزو رسنیو کې د ټولټاکنو په هکله هیش ټیګ کارول کیږي. عام خلک د خپلې رای تر کارولو وروسته خلک خپل انځورونه په رسنیو کې شریکوي. سیاستوال، هنرمندان او نور شخصیتونه هم د رای ورکولو مرکزونو د باندې څخه خپل انځورونه پر فیسبوک او ټویټر باندې شریکوي.

۸:۲۲ بجې. د خبري آژانسونو د رپوټ له مخې په کوټه کې د ځانمرګي په پایله کې د وژل شوو کسانو شمیر لوړی شوی دی. اوس د وژل شوو کسانو شمیر ۲۵ تنه ښوول کیږي.

۷:۰۷ بجې. له هیواده باندې میشت پاکستانیان سږ کال هم خپلې رای نه شي کارولی. پر ټولنیزو رسنیو یو شمیر کسان د دغه آسانتیا د نه رامنځ ته کیدو له کبله خپله خواشیني څرګندوي.

۶:۱۳ آصفه بهټو زرداري او بختاور بهټو زرداري (د پاکستان د پخوانۍ لومړۍ وزیري لوڼي) هم د رای ورکولو وروسته خپل انځور پر ټولنیزو رسنیو خپور کړی.

۶:۰۶ بجې. د خیبر پښتونخوا ایالت په اپر دیر، سیمه کې ښځو هم په ټاکنو کې برخه اخیستې ده. د ولسي جرګې د پنځمې حوزې څخه په ګڼ شمیر کې ښځې خپلې رایې کاروي. په تیرو وختونو کې په سیمه کې د ښځو د رای ورکولو دود نه وو.

۵:۰۰ بجې. د پاکستان په وخت د سهار په اتو بجو د رای ورکولو مرکزونه پرانیستل شول. د ماښام تر شپږو بجو به دغه مرکزونه پرانیستي وي. مهم مشران سهار وختي د رای ورکولو له پاره مرکزونه ته تللي وو.