1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په پاکستان کې ولي يوازي هندو نجوني اسلام قبلوي؟»

۱۳۹۸ فروردین ۶, سه‌شنبه

د سند ایالت له گهوټکي سيمې څخه د دوو کم سنه هندو نجونو د احتمالي تښتونې، اسلام قبلول او بيا د واده تر خبرونو وروسته په دغه هيواد کې په جبري توگه د مذهب اړولو او په اړه يې د قوانينو د رامنځته کولو بحثونه تاوده شوي دي.

https://p.dw.com/p/3Ffvy
Pakistan - Bekehrung hinduistischer Mädchen in Ghotki
انځور: Pir Abdul Haq

تېره اوونۍ د سند ايالت له گهوټکي سيمې څخه د لادرکه شويو دوو ځوانو خوېندو روينا او رينا د تښتونې شکايت له پوليسو سره ثبت شوی دی، خو په دې منځ کې دواړو نجونو د ټولنیزو رسنيو له لارې په يوه ويديويي پېغام کې ويلي دي چې دوی په خپله خوښه مسلماني شوي دي او واده یې کړی دی. دواړو نجونو د تحفظ د ترلاسه کولو له پاره د لاهور سترې محکمې ته غوښتنليکونه هم وړاندې کړي دي.

د تښتونې تر شکايت وروسته پوليسو هغه کس نيولی دی چې د نجونو په نکاح کې یې مرسته کړې وه. د پاکستان لومړی وزير هم په دې قضيې خبر شوی دی او په دې اړه يې د پلټنو غوښتنه کړې ده. 

په دې تړاو په سند ايالت کې د حاکم پېپلز گوند غړې هندۍ سناتورې کرشنا کماري کوهلي له دويچه ويله سره په خبرو کې وويل چې دا نجونې د هولي په ورځ لادرکه شوې وې: «کله چې ماته د پيښي په اړه خبر راکړل شو نو د پوليسو له سيمه ایز مشر سره مې خبرې وکړې. هغه راته وويل چې شکايت مو ثبت کړی دی او د نجونو د ژر تر ژره موندلو هڅې رواني دي.»

کوماري کوهلي زياته کړه: «خو دا نجونې تر هغه وخته له سند ايالت څخه د پنجاپ رحيم يار خان سيمې ته انتقال شوې وې، ځکه د سند برعکس په پنجاب کې د کم سنه نجونو واده د قانون له مخې جرم نه دی او نجونې له همدې کبله پنجاب ته بېول شوي دي.»

نوموړې وويل: «يوه ورځ نجونې وتښتول شي او په بله ورځ یې نکاح کړي، که چيرې دغه نجونې په خپله خوښه اسلام قبلوي، نو بيا ولې په کور کې د خور او لور په توگه نه ساتل کيږي؟»

د کرشنيا کماري کوهلي تر دې څرگندونو وروسته چې کله د گهوټکي د سيمې د يوه بانفوذه او په دې مسئله کې له لانجمن کس پير عبدالحق چې په ميا مټها مشهور دی، تماس ونيول شو، نو نوموړي وويل: «د کورنيو ستونزو او په هندوانو کې د ذات سیستم له امله په تنگ راغلي د هر عمر کسان د اسلام په دايره کې شامليږي. خو سياستوال کله چې نجونې مسلمانې شي، شور جوړ کړي. ځکه چې له دې سره د پاکستان نوم بديږي او د هغوی د سياست باراز گرميږي.»

Flash-Galerie Pakistan: Hindu-Fesival in Lahore
په سيند ایالت کې ډېر شمير هندوان ژوند کويانځور: AP

نوموړي له دويچه ويله سره د خبرو پر وخت له نړيوالو رسنيو وغوښتل چې دغه سيمې ته ورشي او پخپله له هغوی سره خبرې وکړي چې مسلمانان شوي دي او ترې وپوښتي چې آيا زور ورسره شوی؟

هغه وويل چې د رنکا کماري په قضيه کې خلکو دا خبره کوله چې هغه بالغه نه ده، خو کله چې د هغې طبي معاينات ترسره شول نو روښانه شوه چې هغه شل کلنه ده. د ميا مټها په خبره هغه اوس له خپلو بچو او خاوند سره ژوند کوي، عمره یې کړې ده او يوه مدرسه چلوي.

د اسلام تر قبولۍ سملاسي وروسته د واده په اړه د پوښتنې په ځواب کې نوموړي وويل چې کله چې يوه نجلۍ يوازې وي او اسلام قبلوي نو که په کور کې بې له محرمه وساتله شي، نو نوي تورونه او تهمتونه به پرې ولگول شي، «له همدې کبله چې موږ نجونو ته وايو چې که هغوی غواړي چې واده وکړي نو هلکان شته چې ورسره واده وکړي. نجونې بيا په خپله خوښه له يوه سره واده وکړي.»

د پاکستان تحريک انصاف گوند د پارلمان غړی او د «پاکستان هندو کونسل» مشر ډاکتر رميش کمار تور لگوي چې سياسي گوندونه د ميا مټها په څير خلکو څخه ملاتړ کوي. هغه زياته کړه: «په دې قضيو کې د کومې بالغې او پوهي ښځې او يا کوم هلک مثال نه لرو. دلته يوازې ځواني نجونې تښتول کيږي بيا پرې په زور کليمه ويل کيږي او بيا بله گناه دا کيږي چې دوی په زور په نکاح کيږي.»

د نجونو د بيرته موندلو له پاره د سند پوليسو د پنجاب له پوليسو سره تماس نيولی خو دې پيښې يو وار بيا دا احساس پياوړی کړی چې په پاکستان کې د مذهب اړولو په اړه يوه قانون ته سخته اړتيا ليدل ده.

Rafat Saeed/B.S/N.Z

زموږ له آرشيف څخه: