په پاکستان کې مذهب ته د سپاکوي په تور د وژنې یوه نوې پیښه
۱۳۹۶ اردیبهشت ۱, جمعهد پاکستان د سیالکوټ ښار د شیعه میشتو په یوه سیمه کې د ناروغیو او نورو ستونزو له پاره دعا او تعویذګر د مظهر حسین سید، په کور باندې درې برقه اغوستونکو ښځو برید کړی او د ډزو له امله یې د هغه یو زوی وژلی دی.
د تغویذګر دغه ۴۵ کلن ځوی، فضل عباس له بیلجیم څخه وروسته له ۱۳ کلونو بیرته خپل کور ته ستون شوی وو.
د وژنې دغه پیښه د پاکستان د سیالکوټ ښار د پسرور ولسوالۍ د ننګل مرزا په کلي کې رامنځته شوې. مظهر حسین سید د تعویذ، دم او دعا سربیره د ځايي شیعه ټولنې مشري هم په غاړه لري. د هغه پر زوی فضل عباس تور وو چې نوموړي په ۲۰۰۴م کال کې په ښکاره توګه مذهب ته سپکاوی کړی وو. د معلوماتو له مخې هغه مهال د هغه پر ضد عریضه هم شوې وه.
له بلیجیم څخه وروسته له ۱۳ کلونو خپل هیواد ته تلونکي او تر راتګ مخکې وژل شوي فضل عباس د خپلې دوسیې په هکله د نه نیول کیدو ضمانت هم کړی وو. ویل کیږي چې دغو دریو میرمنو خپلې وسلې پټې کړې وې.
د دغو میرمنو په حواله هغه مهال چې فضل عباد مذهب ته سپکاوی کړی وو، دوی کوچنۍ وې او اوس لویې شوي دي او د غچ په اخیستو کې بریالۍ شوي دي.
د ځايي پولیسو یوه چارواکي د لومړنیو څیړنو پرمهال ویلي دي چې دغه وژنه د دې میرمنو فردي جرم دی او مذهب ته د نفرت کومې نښې نه لیدل کیږي. د پولیسو دې چارواکي همدا راز وویل چې دوی په دې هکله هم څیړنه کوي چې آیا په دې پیښه کې خو به د کوم مذهبي ګوند لاس نه وي.
د روانې اپریل میاشتې په ۱۳ نیټه د پاکستان په خیبر پختونخوا کې یو ځوان محصل مشعل خان، مذهب ته د سپکاوي په تور په بې رحمه توګه ووژل شو. د مشعل خان د وژنې د پیښې په هکله تر اوسه څیړنې ادامه لري. په دې پیښه کې د تورنو ځینو کسانو د نیول کیدو خبر هم ورکړل شوی دی.