1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په پاکستان کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو

۱۳۹۷ آذر ۱۹, دوشنبه

د پاکستاني چارواکو په وینا په دغه هیواد کې د ګوزڼ ضد واکسین پنځه ورځنی کمپاین د دوشنبې له ورځې پیل شو، څو دغه فلجونکي ناروغه له منځه یوسي. افغانستان او پاکستان یو له هغو هیوادونو دي چې لا هم پکښې د ګوزڼ ناروغي شته.

https://p.dw.com/p/39nop
Jalozai Flüchtlingslager Pakistan
انځور: DW

په پام کې ده چې په ټول پاکستان کې څه دپاسه ۲۷۰ زره روغتیا پال څو میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد واکسین قطرې ورکړي. د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان، يوه ویاند بابر بن عطا، ویلي دي چې په دغه کمپاین کې به تر پنځه کلنۍ کښته ۴۰ میلیونه ماشومانو ته د واکسین قطرې ورکړل شي.

پاکستان او افغانستان د نړۍ په هغو څو هیوادونو کې شامل دي چې لا هم پکښې دغه ناروغي شته.

خو د ملګرو ملتونو په ملاتړ تر سره شوو دغه کمپاینونو له پاکستان سره په دې کې مرسته کړې ده چې د دغې ناروغۍ د خپریدو مخه ونیسي. په روان میلادي کې د ګوزڼ تر اوسه یوازې اته پيښې ثبت شوې دي، په داسې حال کې چې په ۲۰۱۴م کال کې دغه شمیر ۳۰۶ وو.

د عطا په خبره پوځ، پولیس او نیمه سرحدي ځواکونه به د کمپاین پر مهال د روغتیا پالو امنیت ټینګوي.

دغه ناروغي چې کولای شي ماشومان د ژوندانه تر پایه فلج کړي، د افغانستان پولې ته څیرمه د پاکستان په شمال لویدیځو سیمو کې عامه ده. دغه سیمه تر وروستیو کلونو پورې القاعدې ته نزدې یاغیانو تر کنترول لاندې وه.

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې یاغیانو د واکسین د عملې کولو کسان او همداشان هغه پولیس چې د دوی ساتنه یي کوله د دې اوازو له کبله وژلي دي چې د پولیو واکسین ماشومان شنډوي.

سږ کال د خیبر پښتونخوا په اړونده سیمو کې د ګوزڼ څلور پیښې ثبت شوي دي. پر دې سربیره درې په بلوچستان ایالت کې او یوه پيښه په کراچې کې ثبت شوې ده.