1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
روغتيا

په پاکستان کې د پوليو واکسين بيړنی کمپاین پيل شو

۱۳۹۸ شهریور ۴, دوشنبه

د پاکستان حکومت د پوليو يا گوزڼ په پېښو کې د چټک زياتوالي له کبله د پوليو واکسين يو بيړنۍ کمپاين پيل کړی دی. د کمپاین په ترڅ کې به په دريو ورځو کې د هيواد په ۴۶ ولسواليو کې ماشومانو ته د پوليو ضد څاڅکي ورکړل شي.

https://p.dw.com/p/3OUX7
Impfungen gegen Kinderlähmung in Pakistan
انځور: picture-alliance/dpa

د پاکستان د پوليو- ضد پروگرام مشر بابر بن عطاء د دوشنبې په ورځ وويل چې د روان ميلادي کال له پېل راهيسې د پوليو ۵۸ پېښې ثبت شوي دي.

زياته شوې ده چې د پوليو واکسين د دې بيړني کمپاين په ترڅ کې به ډېر تمرکز پر خيبر پښتونخوا وشي چېري چې له جنورۍ مياشتې راهيسې د پوليو ۴۴ نوې پېښې ثبت شوي دي.

د بابر بن عطاء په خبره په خيبر پښتونخوا کې ډېري کورنۍ نه پريږدي چې ماشومان یې واکسين شي. په دغو سيمو کې داسې گونگوسي شته چې دغه واکسين د لويديځ يوه دسيسه ده او په دې موخه پر لاره اچول کيږي چې مسلمان ماشومان شنډ کړي او يا یې په نورو ناروغتياو اخته کړي.

د پاکستان په ډېرو اغیزمنو سيمو کې اوس د عامه پوهاوي يو کمپاین هم پيل شوی دی.

په دې تېرو کلونو کې د ملگرو ملتونو په مالي ملاتړ د پوليو واکسين پروگرام د گوزڼ ناروغۍ د خپريدو مخه ونيوله. په ۲۰۱۸م کال کې د اغیزمنو ماشومانو شمير ۱۲ ته راښکته شوی وو. په ۲۰۱۴م کال کې بيا ۳۰۴ ماشومان په پوليو اخته شوي ول.

په روان کال کې په پاکستان کې د پوليو ضد واکسين کمپاینونه د گډوډۍ ښکار شوی وو. د می میاشت په آخر کې چارواکو تر هغه وروسته اووه شخصي ښوونځي وتړل چې د ښوونځيو ادارو ماشومانو ته ويلي ول چې تر واکسينو وروسته دې د طبيعت د ناسازۍ يا روغتيا ستونزو درلودو بهانه وکړي.

د ناروغو ماشومانو ويديويي فلمونه په ټولنیزو رسنيو کې خپارل شول. د دې په نتیجه کې د روانو کمپاينونو پر کارکوونکو بريدونه وشول او په سونه مېندو او پلرونو د ماشومانو له واکسينولو ډډه وکړه.

د پوليو د له منځه وړولو نړيوال نوښت په حواله پاکستان د افغانستان ترڅنگ هغه يوازنی هېواد دی چې په ۲۰۱۸ او روان ميلادي کال کې هلته د پولیو وايرس وحشي ډولونه ثبت شوي دي.

BS/NZ (dpa)