1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستپاکستان

په پاکستان کې د پوليسو پر ګزمه بريد ۶ کسان وژلي

۱۴۰۱ آبان ۲۵, چهارشنبه

پاکستاني چارواکو د چهارشنبې په ورځ وويل چې د خيبر پخښتونخوا ایالت په مربوطاتو کې د پولیسو يو موټر د وسلوالو پر کمين اوښتی او پکې سپاره ټول شپږ کسان وژل شوي دي. د برید مسئولیت پاکستاني طالبانو منلی دی.

https://p.dw.com/p/4JaRN
د آرشیف انځور
د آرشیف انځورانځور: Ghani Kakar

د پولیسو افسر، رب نواز خان وويل چې د سهار دغه برید د لکي مروت ولسوالۍ په اړوند سیمه، دادي والا کې هغه مهال وشو چې پولیس د ښار په يوه څنډه کې په ګزمه بوخت ول.

زیاته شوې چې بريدکوونکي تر حملې وروسته د پېښې له ځایه پر موټرسیکلونو تښتيدلي دي. د اسوشتيد پریس د رپوټ پر اساس، د دغې حملې مسئوليت پاکستاني طالبانو منلی دی. تر دې مخکي هم په ياده سیمه کې افراطي وسله والو پر امنيتي ځواکونو باندې بریدونه ترسره کړي دي.

په پاکستان کې د طالبانو ضد قومي مشر په ګډون اته کسان وژل شوي

محمد خراساني چې ځان د پاکستاني طالباني یا تحریک طالبان پاکستان (TTP) ویاند ښيي، په یوه اعلاميه کې ويلي دي چې د پولیسو ګزمه د یوې چاپې وهلو په لار کې پر کمين واوښته او حمله کوونکو د پولیسو پنځه وسلې هم په لاس راوړي دي.

قبایلي سیمو کې د پاکستاني طالبانو د نفوذ پراخیدو ضد اعتراضونه

پوليسو ويلي دي چې د پېښې ځای ته د کمکي ځواکونو په رسیدلو سره، د وژل شوو کسانو مړي یوه روغتون ته انتقال شول او د پېښې د عاملانو د موندلو په موخه تحقیقات پيل شوي دي.

د پاکستان په شمال لويديځ کې پروت خيبر پخښتونخوا ایالت کې له ډیرو کلونو راهیسې تاوتريخوالی دوام لري. په دغه سيمه کې تر ډېره پاکستاني طالبان فعال دي.

پاکستاني طالبان له افغان طالبانو څخه یو جلا ډله ده او له کله نه چې افغان طالبان د تیرکال په اګست کې په افغانستان کې واک ته رسيدلي، دوی خپل وسله وال فعالیتونه ډير کړي دي.

پاکستان دوه جنګيالي په اعدام محکوم کړي

که څه هم افغان طالبانو اسلام آباد او پاکستاني طالبان د مذاکراتو له لارې د يو اوربند رامنځ ته کېدو ته وهڅول، خو دغه هڅې چې په می میاشتې کې پیل شوې، ناکامه ثابته شوې.

طالبان: د پاکستاني طالبانو او حکومت ترمنځ منځګړیتوب کوو

mks/nz(AP)

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل

په دې اړه نور مطالب

د نورو مطالبو ښودل