1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په پاکستان کې د غدارانو شمير په چټکۍ په زياتېدو دی»

۱۳۹۹ شهریور ۲۳, یکشنبه

د پاکستان د صوبه پنجاب پولیسو د پاکستاني خبريال ابصار عالم پر خلاف د «جدي خيانت» دوسيه درج کړې ده. ابصار عالم د پاکستان د رسنيو د مقرراتو سازمان، د پخواني مشر په توګه هم پاتې شوی دی.

https://p.dw.com/p/3iOe3
Pakistan Ina Lepel und Absar Alam
ابصار عالم، آرشيف انځورانځور: DW Akademie

د ابصارعالم پر ضد دوسيه، د چوهدري نوید احمد په نوم وکيل د عريضې پر اساس د صوبه پنجاب په دينه ښار کې داير شوې ده. په دغې دوسيه کې پر ابصارعالم باندې تور لګيدلی چې هغه په ټولنيزو رسنيو کې د پاکستان پوځ او د پاکستان صدراعظم په اړه ناسم الفاظ کارولي چې دا عمل يې «خيانت» ګڼل کيږي.

د ابصار عالم خلاف دوسیه کې د «انصاف لائرز» په نوم د عمران خان ګوند ته نژدې د سيميزې محکمې د وکيلانو د اتحاديې د مشر له خوا ليکل شوي دي:«د پاکستان پوځ، داسې يو ځانګړی پوځ دی چې ټوله دنيا ورباندې فخر کوي.»

ياد وکيل همدا ډول د پاکستان د صدراعظم، عمران خان توصيف هم کړی دی: «د پاکستان خلکو ته د هيواد په تاريخ کې د لومړي ځل له پاره يو امانت کار او با دیانت صدراعظم په برخه شوی دی.»

نويد چوهدري، ابصار عالم باندې د هيواد د «ريښه وښکونکي» تور لګولی او د نورو قوانينو له مخې يې هغه د «شديد خیانت» مرتکب بللی دی. چوهدري د همدغو دلایلو پر اساس، د ابصار عالم خلاف دوسیه ثبت کړې ده.
 

پوليسو دغه دوسيه په «ايف آی آر» يا (ابتدائي معلوماتي راپور) کې درج او په اړه يې تحقيقات پيل کړي دي.
 

ابصار عالم څه وايي؟
 

ابصار عالم دویچه وله سره په يوې مرکه کې ويلي دي چې هغه د خپلې قضيې په اړه د ټولنيزو رسنیو له لارې خبر شوی دی. عالم زیاته کړې چې تر اوسه يې د «ايف آی آر» کاپي نه ده ترلاسه کړې او دا هم ورته نه ده معلومه چې په دوسيه کې يې د ثبوت په توګه يې کوم ټويتونه شامل شوي دي.
 

د عالم په خبره، هغه خپل هيڅ ټويټ نه دی پاک کړی او په ټولو ټويټونو کې پوښتنې مطرح شوې دي. هغه زياتوي: «څو ورځې مخکې د خبريال احمد نوراني يو رپوټ يو څه پوښتنې راپورته کړې. زما په ذهن کې هم پوښتنې راپيدا شوې چې ما وکړې. د يوه پاکستاني په توګه پوښتنه کول زما حق دی.»
 

عالم د دې پوښتنې په ځواب کې چې د دغه ډول دوسيو څخه موخه څه ده وويل: «دا په هيواد کې د بیان آزادۍ د ټکولو له پاره د هڅو يوه برخه ده چې موخه يې د خلکو بیرول دي تر څو يې چوپه خوله کينولو ته مجبوره کړل شي.»
 

په وروستيو ورځو کې په پاکستان کې خبريالان له مختلفو ستونزو سره مخ دي. د جمعې په ورځ د کراچۍ ښار اوسيدونکی، خبريال، بلال فاروقي هم د يوې عریضې په نتيجه کې ونيول شو. فاروقي چي د پاکستان پوځ پر ضد بلاوګرۍ او د مذهبي نفرتونو پر خپرولو تورن شوی دی، ورباندي په پوليسو کي عريضه د يو ولسي کس له خوا سوې ده.
 

د خلکو غبرګونونه
 

پاکستانۍ خبريالې عاصمه شيرازي، د بلال فاروقي د نيولو او د ابصارعالم پر ضد د دوسیې د ثبتولو په اړه لیکلي دي: «دغو پيښو څخه داسې ښکاري چې پاکستان کې د بيان د آزادۍ له پاره هيڅ ځای نشته.»
 

د راجا کبير په نوم يو بل خبريال لیکلي دي: «د غدارانو لست د فراري [موټرو] په څير چټک لوږيږي. هره ورځ په لست کې يو نوی نوم ورزياتیږي. له فاطمه جناح څخه پيل شوې دغه سلسله تر ابصارعالم پورې روانه ده.»
 

د مرتضی سولنګي په نوم يوه پاکستاني خبريال بیا داسې لیکلي: «که چیرته ابصارعالم غدار وي، بیا خو موږ ټول غداران يو.»
 

دويچه وله هڅه وکړه چې ابصارعالم د دوسيې په تړاو د وکيل چوهدري نويد احمد نظر هم واخلي، خو هغه وويل چې اوس ډير بوخت دی او وروسته به په دې اړه وضاحت ورکړي.
 

دويچه وله اردو/م.ک.ص./ا.ا.

پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور(14.07.2019):