په پاکستان کې د سلونو افغانانو برخلیک لا هم نامعلوم دی
۱۴۰۴ دی ۱۵, دوشنبه
د آلمان له خوا د منلو د ژمنو لرونکو په سلونو افغانانو برخلیک لا معلوم نه دی. د آلمان د حکومت یوې ویاندې د جمعې په ورځ آلماني خبري آژانس (epd) ته وویل چې په اوس وخت کې شاوخوا ۴۵۰ افغانان چې د آلمان د منلو او یا هم پخوانیو ځايی کارکوونکو د پروگرام له لارې یې د منلو ژمنې ترلاسه کړې وې، لا هم په پاکستان کې شپې او ورځې سبا کوي.
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي دي هغه توافق چې له پاکستان څخه افغانستان ته ددغو افغانانو د اخراج خنډ گرځیده، د روان میلادي کال له پیل راهیسې نور د اعتبار وړ نه دی.
د آلمان د کورنیو چارو وزارت ویاندې ویلي دي چې دغه کسان باید تر امنیتي ارزونو لاندې راسي. د نوموړي په خبره هغوی یوازې هغه وخت کولای سي، آلمان ته راسي چې «د رسیدگۍ د بهیر په ترڅ کې هیڅ ډول داسې معلومات او شواهد په لاس رانه سي چې آلمان ته د هغوی د تگ خنډ وگرځي.»
له پاکستان سره خبرې اترې ادامه لري
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې ددغه هیواد حکومت همدارنگه په «شدت» سره هڅه کوي، ترڅو افغانان «د اخراج په بهیر کې د پلټنو د ترسره کولو د مودې له پاره، په پاکستان کې پاته سي.» د بهرنیو چارو وزارت په وینا دواړې خواوې په دې هکله د «دوامداره خبرو اترو په حال کې» دي. هغه توافق چې په دې برخه کې مخکې له پاکستان سره رامنځته سوی و، یوازې د ډسمبر تر ۳۱ مې د اعتبار وړ و.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر، الکساندر دوبرینت د می په میاشت کې د خپلې دندې له پیل کیدو وروسته، د منلو د ټولو پړاوونو ارزونه اعلان کړه. د هغه د طرحې له مخې به، یوازې هغه کسان چې د افغانستان له پاره د منلو د پروګرام یا د محلي کارمندانو له پروسې څخه د منلو ژمنې ولري، جرمني ته د ننوتلو اجازه ولري. د نورو پروگرامونو له لارې ژمنې له حقوقي پلوه الزام آوره نه گڼل کیږي.
د سپټمبر راهیسې شاوخوا ۷۵۰ افغانان آلمان ته داخل سوي دي چې وروستی مورد یې د ډسمبر پر ۲۲ مه و. د آلمان د کورنیو چارو د وزارت ویاندې د جمعې په ورځ دغې پوښتنې ته په جواب کې چې آیا په راتلونکې کې نوي الوتنې پلان سوې دي، کوم نظر څرگند نه کړ.