1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې د «ایکو اسلام» په نامه کنفرانس پیل شو

۱۳۹۸ آذر ۲, شنبه

دویچه ویله په کراچۍ کې د «ایکو اسلام» په نامه د دوهم نړیوال کنفرانس کوربتوب کوي. په دې کنفرانس کې هڅه کیږي چې د چاپیریال ساتنې له پاره طبیعت دوسته اسلام ترویج شي. د ایکو اسلام لومړی کنفرانس په جاکارتا کې ترسره شوی وو.

https://p.dw.com/p/3TaIO
Karachi, Pakistan
انځور: picture-alliance

د پاکستان په کراچۍ ښار کې د دویچه ویله په کوربتوب د «ایکو اسلام» کنفرانس د لړۍ دوهم کنفرانس نن پیل شو. په دې نړیوال دوه ورځني کنفرانس کې مذهبي څیرې، څیړونکي، د پوهنتونو زده کوونکي، خبریالان او د پاکستان، بنګله دیش او اندونیزیا هیوادونو د چاپیریال د برخې فعالین رابلل شوي دي. په ورته وخت کې د دویچه ویله عمومي مشر پیتر ليمبورګ، او د دویچه ویله د آسیا څانګې مشره دیباراتي ګوها هم په دې کنفرانس کې ګډون لري. د دویچه ویله د «مکالمه» پروژې په پاکستان کې له یوه غیرحکومتي سازمان سره په ګډه د دغه کنفرانس کوربتوب کوي.

د اقلیمي بدلون له کبله د جنوبي آسیا ګڼ شمیر هیوادونه لا له وړاندې له ستونزو سره لاس او ګریوان دي. په دغو هیوادونو کې بې وزلي، داخلي بې ځایه شوي کسان او مهاجرتونه هم مخ پر زیاتیدو دي. تر دې وړاندې دویچه ویله په اندونیزیا کې د واحد  انستیتوت سره په ګډه د ایکو اسلام لومړی کنفرانس په لاره اچولی وو. د اقلیمي بدلونونو له کبله، د اندونیزیا پلازمینه جکارتا په کلني ډول شاوخوا ۲۵ سانتي متره تر اوبو لاندې کیږي، چې له همدې کبله دغه هیواد اړ شوی دی څو خپله پلازمینه د بورنیو ټاپو ته انتقال کړي.

د «ایکو اسلام» کنفرانس ګډنوالو ونې وکرلې

بل لوري ته پاکستان او افغانستان هم د هغو هیوادونو په کتار کې دي چې له اقلیمي بدلونونو اغېزمن شوي دي. په دغو هیوادونو کې د اقلیمي بدلونونو په پایله کې بې وخته ورښتونه، توپانونه او سیلابونو ښايي د خطر داسې زنګونه وي چې حکومتونه اړ کوي څو د اقلیمي بدلون د مخنیوي په برخه کې په اقدام لاس پورې کړي. د پلاستیکي موادو ډیره استفاده، د موټرو او ماشینونو بې حده زیاتوالی، د ونو او ځنګلونو قطع کول، د اوبو بې حده مصرف هغه څه دي چې د اقلیمي بدلون ستونزه یې لا پسې پراخه کړې ده.

تر دې وړاندې د اندونیزیا په جکارتا کې د ایکو اسلام کنفرانس د «له طبعیت سره مینه؛ له انسان سره مینه» تر عنوان لاندې ترسره شوی وو، داسې پیغام چې د کنفرانس ګډونوالو په تیره بیا مذهبي څیرو غوښتل چې د ترویج په برخه کې به یې په ګډه هڅې کوي. دویچه ویله د خپلې «مکالمې» پروژې له لارې هڅه کوي چې څو د مذهبونو او ادیانو ترمنځ دیالوګ یا خبرې اترې رامنځ ته کړي څو د مختلفو ادیانو او مذهبونو روحانیون، پیروان او څیړونکي دې ته وهڅوي چې د مذهبي لارښونو په رڼا کې د چاپیریال ساتنې او اقلیمي بدلونو د مخنیوي په برخه کې لاس په کار شي، او یو له بل سره خپلې تجربې او زده کړې شریکې کړي.