1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې تر۱۰۰ زيات کسان واوري وژلي دي

۱۳۹۸ دی ۲۵, چهارشنبه

په پاکستان کې د درنې واورې له کبله د وژل شوو کسانو شمیر تر سلو تنو اوښتی دی. دا په یوه پیړۍ کې د دغه هیواد په شمال کې تر ټولو سخته واوره انګیرل کیږي.

https://p.dw.com/p/3WEyE
Kaschmir Lawine in Neelum Valley
انځور: Getty Images/AFP

د آلمان خبري آژانس په خپل رپوټ کې لیکلي دي چې ژغورونکې ډلې د سختو بارانونو او سړې هوا په ترڅ کې د لسونو کسانو د لټون هڅه کوي چې ښايي د دغه هیواد په شمال کې تر واورو لاندې بند پاتې وي.

له طبیعي پيښو سره د مبارزې ادارې ویاند مختار احمد ویلي دي: «وروستي ارقام ښایي تر هغې خراب وي، چې موږ یې په هکله فکر کوو.» دغه ویاند تر درنې واورې او سختو اورښتونو یوه اوونۍ وروسته د ۱۰۶ کسانو مړینه تائید کړې ده.

تر ټولو زیات زیان د پاکستان تر ادارې لاندې کشمیر په نیلم دره کې رامنځ ته شوی دی. د ژغورنې ډلې ځایي مشر محمد عرفان له یاد خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي چې دغلته د واورې ښویدنې په پایله کې ۷۶ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړی دی.

تر ۲۰۰ زیاتو کورونو ته د زیان اوښتو او په غرنۍ سیمه کې د ډیرو سړکونو د له منځه تللو رپوټونه ورکړل شوي دي چې په پایله کې د لیري پرتو کلیو سره اړیکه پرې شوې ده.

د ګلګت بلتستان یوه ځایي چارواکي حمید بیګ، ویلي دي چې د دغه سیمې هوایي ډګر درنې واورې پوښلی دی او دا د دې سبب شوې چې هوایي ترافیک لغوه شي.

د پاکستان د لومړي وزیر عمران خان دفتر ویلي دي چې هغه هڅه وکړه چې په کشمیر [د پاکستان تر ادارې لاندې] کې له قربانیانو سره وویني خو د سختو بادونه له کبله د لومړي وزیر څرخي الوتکه بیرته راوګرځیده.

همداشان د پاکستان په سویل لویدیځ ایالت بلوچستان کې په کرار کرار ورځنی ژوند عادي حالت ته په راګرځیدو دی. د یوه ځایي چارواکي عمران زرکون په وینا په دغه ایالت کې درنې واورې او اورښتونو۳۰ تنه وژلي دي.

د پاکستان د هوا پيژندنې ادارې چارواکو ویلي دي چې په شمالي دره کې په تیرو سلو کلونو کې تر ټولو درنه واوره شوې ده، چې د هغوی په خبره په دغه سویلي آسیایي هیواد باندې د اقلیم د بدلون د اغیزې نښانه ده.

د پاکستان د هوا پيژندنې ادارې عمومي مشر محمد ریاض، د آلمان له خبري آژانس سره په خبرو کې ویلي دي: «د هوا د ناڅاپي بدلون بیلګې او شرایط د دې ښکاره نخښې دي چې د اقلیم بدلون سیمه سخته اغیزمنوي او راتلونکي تر دې هم تیاره ښکاري.»