1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

په پاکستان کې بې وزله کسان خپل پښتورګي پلوري

۱۳۹۷ شهریور ۲۵, یکشنبه

په پاکستان کې ځيني بې وزله کسان له فقره د خلاصون لاره د خپلو پښتورګو په پلورلو کې ويني. اقبال چې د ۸ ماشومانو پلار دی او خپل پښتورګی یې پلورلی مایوسه او د دې عملیاتو له پايلو څخه رنځ گالي.

https://p.dw.com/p/34xDV
Pakistan Muhammad Iqbal, Nierenspender
انځور: DW/R. Aslam

د پاکستان د لاهور ښار اوسیدونکی محمد اقبال یو وخت ډير غښتلی ځوان وو. د هغه روغتیایې وضعه اوس دومره خرابه شوې ده چې حتی نه شي کولی د کبډۍ لوبې ته چې دې ورسره ډیره مينه لري دوام وکړي. نوموړي مخکې تر دې د خښتو په بټۍ کې کار کاوه.

۴۴ کلن اقبال د بی وزلۍ له امله پریکړه کړې وه چې خپل پښتورګی خرڅ کړي. هغه چې د ۸ ماشومانو پلار دی په ۲۰۱۲ م کال کې له خپلې دې پریکړې سره خپل ژوند برباد کړ.

اقبال دویچه ویله ته وویل: «ما په هغه وخت کې لاهور ته نږدې د خښتو په یوه بټۍ کې کار کاوه. د بټۍ له مالک څخه مې د ۱۶۰۰ یورو معادل پیسې په پور واخیستلې. سره له دې چې ما ډیر کار کاوه خو دغه پیسې مې پوره نه کړای شولې. زه ډیر مایوسه وم. ما هر کار ته لاس اچوه، څو خپل پورونه ادا کړم».

Organhandel International Dossierbild 2
د بدن د غړو پلورلو ستونزه په پاکستان کې د کلونو راهیسې موجوده دهانځور: picture-alliance/dpa

پښتورګی دې خرڅ کړه

د اقبال د اکا زوی اشرف په دې فکر کې شو چې د اکا زوی یې له دې وضعیت څخه د خلاصیدو له پاره باید خپل پښتورگی وپلوري. اقبال وویل په پيل کې د دې خبرې په اوریدو سره یې تکان وخوړ، خو د خپل فقر او بدبختې په لیدو سره یې دې کار ته غاړه کیښودله.

د اکا زوی یې چې مخکې تر دې یې خپل پښتورګی خرڅ کړی وو دغه ټوله پروسه ده ته تشریح کوي او وایې چې مخکې له عملیاتو څخه باید ځني معینات ترسره شي، ځکه پیرونکی باید ډاډ ترلاسه کړي چې اقبال خو به کومه ناروغي ونه لري.

بلاخره نوموړی د ۱۱۶۰ یورو په بدل کې خپل پښتورګې پلوري. د هغو روغتونونو چې دغه عملیات پکښې ترسره کیږي په جعلي نومونو فعالیت کوي. لکه دغه روغتون چې د اقبال عملیات پکې شوی وو، د سترګو روغتون نومول شوی وو.

هغه تر عملیاتو وروسته ډیر ژر د دې عملیاتو پایلې احساس کړې: هغه وایې: «له شاوخوا ۱۱۶۰ یورو څخه چې ما د خپل پښتورګي د پلورلو له درکه ترلاسه کړي وې، نږدې ۲۹۰ یورو یې ما د خپل علاج له پاره مصرف کړې. تر عملیاتو وروسته ما باید ډیره غوښه خوړلې وایې، خو د اخیستلو توان مې نه درلود. زه د خپلو پخوانیو پورونو د ادا کولو له پاره مجبوره شوم خپله ریکشا وپلورم».

اقبال وروسته له شپږو میاشتو یو ناروغه او مات انسان دی. هغه د خپلې روغتیایې وضعې له امله خپل کار هم له لاسه ورکړی دی. هغه یوازې موقتي کارونه کوي او په دې ډول یې پورونه هم مخ پر زیاتیدو دي. اقبال نورو ته سپارښتنه کوي چې هیڅکله دې هم خپل د بدن غړي نه پلوري.