په پاکستان کې بارانونو لږ تر لږه ۲۷ تنه وژلي
۱۳۹۸ آبان ۲۴, جمعهد جمعې په ورځ (د ۲۰۱۹م کال د نومبر میاشتې په ۱۵مه نیټه) پاکستاني چارواکو وویل چې تر اوږدې وچکالۍ وروسته د دې هیواد په جنوبي صحرايي سیمو کې د تندر غورځیدنې په پیښو او د شدیدو بارانونو له کبله لږ تر لږه ۲۷ تنه وژل شوي دي.
د سند ایالتي حکومت ویاند سعید غني وویل چې حکومت بیړنی حالت اعلان کړی او سیمې ته یې د ژغورنې عملې لیږلي دي. غني په خپلو خبرو کې همدا راز زیاته کړه چې تر دغې طبیعي پیښې وروسته د ماشومانو او میرمنو په ګډون سلګونه تنه په روغتون کې تر درملنې لاندې دي. د ایالتي حکومت د ویاند په خبره، د کورنو د نړیدو او تندر لویدو له کبله ګڼ شمیر ټپیان شوي دي.
د سند ایالت د ژغورنې د ادارې یوه چارواکي اسلم چاندیو وویل چې د تارپارکر، میرپورخاص او سکر په سیمو کې شدید بارانونه شوي. د نوموړي په خبره دغه بارانونه د پنجشنبې په شپه پیل شول چې ان تر جمعې ورځې پورې یې دوام وکړ. په پاکستان کې د ایدهي په نامه د یوه خیریه سازمان ویاند انور کاظمي د پیښې په تړاو ویلي چې ښايي د تلفاتو شمیر تر دې هم لوړ شي ځکه چې یو شمیر لیرې پرتو کلیو ته لاس رسی ستونزمن دی.
په پاکستان کې په دې وروستیو کلونو کې د شدیدو بارانونو، توپانونو او وچکالیو پیښې مخ پر زیاتیدو دي. پاکستان چې د دوو سترو صنعتي هیوادونو یعنې چین او هندوستان په منځ کې پروت دی، د اقلیمي بدلون له ناوړو اغیز سره مخامخ دی.
AG/AKH/AWA